1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

کرونا له انفلونزا او زکام سره څه توپير لري؟

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

له پزي څخه د اوبو بهيدل، ټوخی، تبه او د ستوني درد، هغه علايم دي چې په ساده زکام کې هم ليدل کيږي. خو تشخيص يې چې آيا دغه د ويروسي ناروغۍ علايم دي کې د باکتريايي، سخت دی.

https://p.dw.com/p/3jnv4
Deutschland Grippewelle Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

هغه نښې چې په کرونا ناروغۍ اخته کیدو کې نه ليدل کيږي کومې دي؟

په لومړي سر کې د کرونا ويروس نخښې د معمولي انفلونزا په څير وي، خو په انفلونزا کې معمول نخښې او په کرونا کې غيرمعمول نخښې کومې دي؟

په کرونا ويروس کې معمول نخښې دا دي:

  • تبه

  • وچ ټوخی

  • نفس تنګي

  • د عضلاتو درد

  • ستړيا او د کمزورۍ احساس

  • او هغه نخښې چې لږ ليدل کيږي هغه سردرد، بلغم، وينه لرونکي ټوخی او اسهال دي.

په کرونا ويروس کې غير معمول نخښې دا دي:

  • د پزي څخه د اوبو بهيدل

  • د ستوني درد

له پزي څخه د اوبو راتلل او د ستوني درد، د تنفسي دستګاه په پاسنۍ برخه کې د عفونت معمولې نخښې دي. په دې اساس که څوک په پرله پسې توګه پرنجيږي او له پزې يې اوبه راځي، احتمالا په زکام او يا په معمولي انفلونزا اخته شوی دی.

د تنفسي دستګاه پورتنۍ برخه د سينې له قفسې څخه بهر واقع ده چې اجزاوې يې د پزې ژوره، حلق او حنجره دي.

Corona-Testcenter am Flughafen Dresden
حتی ډاکټران هم د انفلونزا او د معمولي زکام په واقعي تشخیص کې ځينې وخت له ستونزو سره مخامخ کيږيانځور: Robert Michael/dpa-Zentralbild/dpa/picture-alliance

خو څرنګه چې د کرونا ويروس تر ټولو ډیر د تنفسي دستګاه په ښکتنۍ برخه کې ځای نیسي، نو په دغه ويروس اخته شوي کسان، تر ډيره وچ ټوخی کوي او د نفس تنګي يا د سږو له عفونت سره مخ کيږي، خو د ستوني درد نه لري.

په کرونا ناروغۍ اکثرو اخته کسانو کې هم دغه ناروغي معمولا له خفيفو نخښو يا علايمو سره وي او يا هم له علايمو پرته وي.

د آلمان د رابرت کوخ انستيتوت د رپوټ په حواله، د کرونا ويروس پټه (کمون) دوره، کیدای شي تر ۱۴ ورځو پورې هم ورسيږي.

که په داسې حالت کې شخص د خپلې روغتيا په اړ ډاډمن نه وي او انديښنه لري، باید داکتر ته مراجعه وکړي تر څو يې د تشخیص له پاره لازم معاينات ترسره شي. 

آیا د ماسکونو استفاده موږ ته د ناروغۍ د انتقال مخه نیسي؟

په قاطعيت سره نه شو ويلی چې هو. ويروسونه د پرواز يا الوت وړتیا نه لري. د نوي کرونا ويروس هم د وړو قطرو له لارې او يا د بدن د شیانو سره د تماس له طريقه انتقاليږي.

په همدې دليل تر ټولو ښه او موثره لاره دا ده چې په کرونا ويروس د اخته شوي کس او يا په مجموع کې د افرادو ترمنځ لازمه فاصله رعایت شي. لاسونه بايد په اوبو او صابون په ښه توګه ومينځل شي او د امکان په صورت کې په کاغذي دسمال (يو ځل کاروونکی) وچ کړل شي.

انفلونزا که کرونا؟ د دواړو توپيرونه کوم دي؟

حتی ډاکټران هم د انفلونزا او د معمولي زکام په واقعي تشخیص کې ځينې وخت له ستونزو سره مخامخ کيږي. د یوه عادي زکام نخښې اکثره دا وي چې د ستونې له خارښ څخه پيلیږي، بیا له پزې څخه د اوبو بهيدل پيليږي او ورپسې د ټوخي دوره راځي. په دې ترتيب د څو ورځو له پاره د ناروغ له پزې اوبه راځي، وچ یا بلغم لرونکی ټوخي کوي، د ستوني او سر درد لري او د ضعیفې تبې او کمزورۍ احساس کوي.

خو یوه جدي انفلونزا داسې وي چې سملاسي انسان له پښو غورځوي. په دغه حالت کې ناروغ ته د سر او بدن درد، وچ ټوخی او د غږ خرابوالی او د ستوني درد پيدا کيږی او تبه يې هم تر ۴۱ درجو پورې لوړيږي. ناروغ ډير وخت لړزه هم کوي. دا د جدي انفلونزا نخښي دي. په دغه حالت کې ناروغ د شديدي ستړیا احساس کوي، ترڅنګ اشتها هم نه لري او کولای شي د ډيرو ساعتونو له پاره بيده شي.

Symbolbild - Antibiotika
انتي بيوتيکونه د بکترياوې په لمنځه وړلو د بدن د دفاعي سیستم ملاتړ کوي، خو پر ويروسونو باندې کوم اغيز نه لريانځور: Fotolia/Nenov Brothers

خو معمولي زکام تر څو ورځو وروسته ختميږي او علايم يې وروسته په تقریباً يوه اوونۍ کې له منځه ځي. اما د جدي انفلونزا دوره معمولا اوږده وي چې په يوه اوونۍ کې ناروغ له پښو غورځوي او کله هم څو اوونۍ وخت نيسي چې بیرته عادي حالت ته راوګرځي.

له اخته کيدو څخه د مخنيوی له پاره يې پر وخت د انفلونزا واکسين د تطبیق سپارښتنه کيږي. البته د ټولو هغو افرادو له پاره چې د روغتيايي لحاظه ‌‌ډير زيانمنونکي دي، په ځانګړې توګه ناروغان. په دغې ډله کې هغه افرادو چې عمرونه يې له ۶۰  کلونو ډير دي، په مزمنو یا دوامداره ناروغيو لرونکي، حامله ښځې او د ډير عمر درلودونکو په هستوګنځایونو کې میشت زاړه کسان شامل دي.

په ځانکړې توګه د روغتونو او روغتيايي مرکزونو کارکوونکو يا هغو افرادو ته چې ډير وخت له ناروغانو سره مستقيمې اړيکې لري، باید د دغه ويروس پر وړاندې له خپل ځان څخه محافظت وکړي.

د انتي بيوتيکو استفاده څه وخت موثره ده؟

ويروسونه تر ډیره د زکام او انفلونزا عامل دي چې انتي بيوتيکونه ورباندې اغيز نه شي کولی.

انتي بيوتيکونه د بکترياوې په لمنځه وړلو او يا يې د ودې په مخنيوی سره د بدن دفاعي سیستم څخه ملاتړ کوي. خو دغه مسئله يوازې د بکترياو په اړه صدق کوي او پر ويروسونو باندې کوم اغيز نه لري.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: