د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳ نيټه) د « Redaktions Netzwerk Deutschland» شبکې ته وويل چې ما د آلمان د ۱۶ ايالتونو چارواکو ته ويلي دي چې د دسمبر مياشتې په نيمايي کې د واکسيناسيون مرکزونه چمتو کړي، په هغه صورت کې چې اروپايي چارواکي د لومړي واکسين جواز جاري کړي.
شپان زياته کړه: «زه دې ته لومړيتوب ورکوم چې موږ د واکيناسيون يو چمتو مرکز ولرو که هغه د څو ورځو له پاره غير فعاله هم پاتې شي، خو نه دا چې واکسين ولرو خو د ويش زمينه یې برابره نه وي.» هغه وويل چې لومړی به هغه کسان چې ډېر له خطر سره مخامخ وي، واکسين شي، د مثال په توگه د ډېر عمر کسان.
د شپان د اټکلونو پر اساس آلمان د اروپايي کميسيون په چوکاټ کې د کرونا تر ۳۰۰ ميليونو دوزه زيات واکسين د ځان له پاره تضمين کړي دي.
نوموړي وړاندوينه کوي: «آن د يوه کس پر سر د دوو دوزو سره به هم موږ د خپل نفوس [آلمان] له پاره په کافي اندازه واکسين ولرو او کيدای شي نورو هېوادونو ته یې هم ورکړو.»
د پرمختگ په ترشل کې ولاړ هېوادونه
د ملگرو ملتونو ادارې يونيسف هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکي ميلادي کال کې به د کرونا واکسين کابو ۲ ميليارده دوزه چې د بې وزلو هېوادونو له پاره په نظر کې نيول شوي، دغو هيوادونه ته انتقال شي. زياته شوې چې په دې کې د افغانستان، يمن او بروندي په څېر هيوادونه شامل دي.
اړونده موضوع: رپوټ: آلمان د کرونا واکسيناسيون له پاره په سونو مرکزونه جوړوي
د يونيسف د اکمالاتو څانگې له خوا ويل شوي چې دا «ستره دنده» به د «کوواکس» د نړيوال تخصصي پروگرام د برخې په توگه د ملگرو ملتونو د روغتيا سازمان په مرسته ترسره شي چې ۳۵۰ هوايي او د کارگو شرکتونه به پکې برخه واخلي.
د شنبې په ورځ د جي – شل سترو اقتصادي هيوادونو هم ژمنه وکړه چې د کرونا واکسين عادلانه توزيع به تضمين کړي.
منځنی ختيځ
په دې منځ کې د عامې روغتيا د برخې کارپوهانو د کرونا ویروس له وجې د غزې تړاډې د روغتيايي سیسټم په ټپه د دريدو څخه خبرداری ورکړی.
له اگست میاشتې راهيسې په غزې تراډه کې د کرونا ويروس ۱۴۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او د کرونا له کبله د ۶۵ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. د روغتيايي چارواکي عبدالروف المانامه په حواله روغتونونه د وينتيلاتورونو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړې: «په لسو ورځو کې به د روغتيا سيسټم نور د دې حالت د زغم وړتيا ونه لري.»
ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
آلمان
په آلمان کې د هغو ښارونو شمير مخ پر ډيريدو دی چې د کرونا ويروس خطر پکې لوړ دی. مونشن د آلمان وروستي لوی ښار دی چې په دې ډله کې شامليږي. په برلین کې وروسته د ۷۰ کلونو پر شپې ګرځيدو بنديز لګول شوی دی. لږ تر لږه د اکتوبر میاشتې تر پايه بايد د شپې پر ۱۱ بجو ټول دوکانونه او سوداګريز مرکزونه تړلي وي.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
د چک جمهوريت
د چک جمهوريت د کرونا ويروس له ويرې اوس پر عمومي يا ملي قرنطين فکر کوي. د اکتوبر له پنځمې د ماسکونو اغوستل جبري شوي، په غونډو کې بايد له لسو کسانو ډير اشتراک و نه کړي. مغازو ته هم امر شوی دی چې د ځوانانو د راټوليدو د مخنیوی له پاره دې د وایفای خدمات بند کړي.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
هسپانيا
د هسپانيا کابينې د کرونا د مثبتو پيښو له ډيريدو سره د مقابلې له پاره، په پلازمينه مادرید کې ۱۵ ورځنی بيړنی حالت وضع کړی. دغه اقدام حکومت ته فرصت ورکړ چې د ټول هيواد په سطحه قرنطين عملي کړي چې دغه کار اعتراضونه هم له ځانه سره لرل. دغه حالت وروسته له هغې وضع شو چې د مادريد سيمه ایز حکومت د ټول هيواد په سطحه د ملي قرنطين غوښتنه رد کړه.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
فرانسه
په پاريس کې د کرونا د مثتبو پيښو په بيا ډيريدو سره بارونه په خپل حال تړلي پاتې شول. فرانسې یوازې د يکشنبې په ورځ د کرونا نژدې ۲۷ زره نوې مثبتې پيښې اعلان کړې. دا په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د خپريدو له پيله تر اوسه، په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې دي.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
پولند
پولند کې هم د کرونا پيښې له سره ډيري شوي، خو ښوونځي لا هم خلاص دي. خو نوي ټولنيز محدوديتونه پکې لګول شوي دي. د بيلګې په توګه د هغو کسانو له پاره چې عمرونه يې د ۶۰ او ۶۵ کلونو تر منځ دي، د هغوی له پاره د سهار له لسو بجو تر غرمې پورې ځانګړي دوکانونه خلاص وي. د ماسکونو اغوستل د ټولو له پاره اجباري شوي دي. پولند له ۳۸ ميلیونه نفوس سره د کرونا څه باندې ۱۲۰ زره مثبتې پيښې لري چې ۲۹۷۲ کسان يې مړه دي.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
سلواکیا
سلواکیا د اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه امر کړی دی چې په غونډو کې باید تر شپږو کسانو ډير نه وي. د کورنيو غړي استثنا دي. د ماسکونو اغوستل اجباري دي او د هر ډول ټولنيزو مناسبتونو لمانځل، په کلیساو کې د مذهبي مراسمو په ګډون، ممنوع دي. ورزشي کلپونه تړل شوي او رستورانټونو ته اجازه نه لري چې دننه مشتريانو ته ډوډۍ ورکړي. دغه انځور د سپتمبر ۳۰مې دی چې پکې د هاکي لوبې مينه وال د اعتراض پر مهال ليدل کيږي.
-
په اروپا کې د کرونا دوهمه څپه او نوي محدوديتونه
انګلستان
د انګلستان حکومت، د کرونا د خطر له مخې، ټول هيواد په درو درجو «متوسط»، «لوړ» او «ډير لوړ» ويشلی دی. حکومت په دې اړه خلکو ته يو «درې درجه يي» سیستم معرفي کړی دی. د دغه سیستم له مخې، ليورپول او شمال لوېديځ اينګلند په «ډيره لوړه درجه» خطرناک ځایونو کې راځي. په دغو ښارونو کې به محدودیتونه ډير شي، لکه د ورزشي کلپونو، شرابخانو او قیمارخانو په څير ځایونو بندول.