1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان په روژې مياشت کې د عمرې کولو شرایط اعلان کړل

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د سعودي عربستان چارواکو ويلي دي چې د روژې په مبارکه مياشت کې به یوازې هغه کسان د عمرې کولو اجازه تر لاسه کړي چې د کرونا ناروغۍ واکسين ېې کړی وی.

https://p.dw.com/p/3rch3
Saudi-Arabien Mekka | Erste Pilger nach Coronasperrung
انځور: Saudi Ministry of Hajj and Umra/AFP/Getty Images

د بهرنيو هیوادونو اتباع نه شي کولای د روژې مبارکې مياشتې په جریان کې عمره وکړي، ځکه سعودي عربستان د می میاشتې تر ۱۷مې نيټيې پورې نړيوال پروازونه ځنډولي دي.

د دغه هیواد د حج او عمرې وزارت ويلي دي چې د روژې په مياشت کې يوازې هغه کسان د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې د لمانځه ادا کولو او عمرې کولو اجازه لري چې د کرونا ناروغۍ ضد واکسین يې کړی وي. همدا ډول په مدينه کې د مسجد نبوي زیارت کولو له پاره هم د دغه واکسين کول شرط دی.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په يوې اعلاميه کې راغلي دي چې يوازې هغه افراد چې لاندې درې شرایط يې پوره کړي وي د عمرې کولو اجازه لري: هغه کسان چې د کرونا دواړه دورې واکسينونه يې کړي وي، هغه کسان چې ۱۴ ورځې مخکې يې لومړنی دوره واکسين کړی وي او دريم هغه کسان چې په کرونا ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته بیرته روغ شوي وي.

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دغو افرادو ته به د عمرې او په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د لمانځه ادا کولو له پاره اجازې پاڼې ورکول کيږي او زيارت کوونکي کولي شي په هغو کې د ټاکلو نيټو له مخې زيارت وکړي.

Serbien Nis | Impfung der Universitätsstudenten
د روژې په مبارکه مياشت کې به یوازې هغه کسان د عمرې کولو اجازه ولري چې د کرونا ناروغۍ واکسين ېې کړی ویانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د حج او عمرې وزارت په دې تړاو د «توکلنا» او «اعتمرنا» په نوم دوه اپونه هم فعاله کړي دي. په حرمين شريفين کې د عمرې، لمونځونو او تراويح د اداکولو له پاره داخله کول، يوازې د همدغو اپونو له لارې امکان لري.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له خوا په اعلان شوو مقرراتو کې راغلي يوازې هغه افراد چې عمرونه يې د ۱۸ او ۵۰ ترمنځ وي د عمرې ادا کولو اجازه ترلاسه کولی شي. په عین حال کې د ماسک تړل او د ټولنيز واټن رعایتول د مخکې په څير حتمي ده.

د سعودي عربستان حکومت تیره مياشت اعلان کړی وو چې د روژې په میاشت کې به په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې روژه ماتي او یا اعتکافونه نه کيږي.

سعودي عربستان د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره، په لومړي ځل تيرکال د جولای مياشتې په وروستيو کې د محدود شمير حج کوونکو کوربه وو چې په هغه کې ټول ټال څو زره کسانو ګډون درلود، په داسې حال کې چې په عادي توګه هر کال د فرضي حج ادا کولو له پاره د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه شاوخوا ۳ ميلیونه مسلمانان دغه هیواد ته ورځي.

د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې پر عمره باندې لګول شوي محدوديتونه یو څه بیرته لرې کړل شول چې له مخې يې په ورځ ۴ زره کسانو ته د عمرې کولو اجازه ورکول کیده.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: