1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني څېړونکو د کرونا جدي اغیزې کشف کړي

۱۳۹۹ آبان ۸, پنجشنبه

آلماني څېړونکو په يوه نوي څېړنه کې موندلې ده چې په ظاهري بڼه روغ رمټ ښکاريدونکی انسان هم ښايي د کوويد ۱۹ څخه اغیزمن شوی وي. د دې ويروس لږ اغیز هم د زړه عضلات التهابي کولی شي.

https://p.dw.com/p/3kben
Deutschland Corona-Testcenter
انځور: Robert Michael/dpa/picture-alliance

آلماني څېړونکو د کرونا ويروس د علايمو او د دې اثراتو په اړه په يوه نوې څېړنه کې ثابته کړې چې د کوويد ۱۹علايم او اثرات یې ښايي اوږده موده پاته شي. څېړونکو په ځانګړي توګه هغو کسانو ته چې تل د ستړيا احساس لري او د سږو د کمزورۍ څخه کړيږي، خبرداری ورکړی دی.

د کارپوهانو په حواله د کوويد ۱۹ ښکار شوي خلک هم زياتره وخت په خپل بدن کې موجود علايم ریزش، انفلونزا او يا يوازې تبه او يا ټوخي ګني، په داسې حال کې چې پر کوويد ۱۹ ترسره شوې نوې څېړنه ښيي چې هغه ناروغان چې دا انفکشن يې تیر کړی او هغه شديد هم نه وو، د زړه په يوې خطرناکې ناروغۍ «مايوکارديتس» يعني د زړه د عضلو په التهابي کيدو اخته شوي دي.

کرونا او د مريضانو د زړه او سږو التهاب

آلماني څېړونکو په خپله يوه نوې څيړنه کې د دوو کسانو د ناروغۍ دوسيې شاملې کړي دي. دغه کسان د زړه د «مايوکارديتس» ناروغۍ په شک د آلمان د ختیځ ښار ماينز پوهنتون په روغتون کې بستري شوي ول.

دغه کسان لا ۴۰ کلن شوي نه ول. په بدني توګه ډېر فعال ول او کله چې د پزې او خولې څخه د سارس – کوويد ۲ آزموينه ترسره شوې وه، نو پایلې یې منفي وې. يعني هغوی دغه مهال په کرونا اخته نه ول. په روغتون کې تر بستریدو څو اوونۍ تر مخه دغو کسانو سخته انفلونزا تيره کړې وه.

د ماينز د یوهانس ګوتنبیرګ پوهتون د دې څېړنې د مشر فیلپ وينسل په حواله «له نورو ټيستونو ثابته شوې وه چې دا کسان په انفلونزا نه، بلکې په کرونا اخته شوي ول. دا خو له مخکې هم روښانه ده چې کوويد ۱۹ پر زړه هم بريد کولی شی. دلته زموږ د دې مريضانو په قضيو کې داسې پيښ شول چې د هغوی د عضلاتو د نمونو څخه موږ په دوی کې د کرونا د شتون تصديق وکړ.»

فليپ وينسل وويل: «له دې څخه ثابتيږي چې د دې مرض څخه د بچ پاتيدو په صورت کې هم بايد مريضان ډېر پر ځان پام وکړي او هغوی بايد د خپل بدن سګنالونو جدي وګڼي.»

په دې څيړنه کې شامل يو بل کارپوه توماس ميونسل په دې اړه وويل: «د زړه مريضانو ته په کار دي چې د معمولي تکليف يا په سينه کې د درد پر وخت د روغتون د زړه څانګې ته مراجعه وکړي.»

په دې نوي تحقيق کې دا هم ويل شوي چې دا چې کوويد ۱۹ د ناروغۍ په يوازې دوو مريضانو کې چې مرض یې ډېر سخت شوي هم نه وو، د زړه د عضلاتو د التهابي کيدو په اړه معلومات ترلاسه شوي نو په دې توګه په دې مورد کې د ډاډمنو معلوماتو له پاره لا ډېرو څېړنو ته اړتيا ده.

(AG) ب.ص/ن.ز