1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د کرونا هندۍ بڼه څومره خطرناکه ده؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د کرونا ويروس يوه بله بڼه هم پيژندل شوې ده چې له هند څخه یې سرچينه اخيستې ده. دا چې د کرونا دا ډول څومره خطرناک دی، لا روښانه نه ده خو انديښنې یې ډېرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3sJsz
Illustration eine Coronavirus-Mutation
انځور: DesignIt/Zoonar/picture alliance

په هند کې د کرونا نوې پېښې په ډېره چټکۍ سره رامنځته کيږي. په ۱،۳۸ میليارده نفوس لرونکي دغه هيواد کې دمګړۍ هره ورځ کابو ۲۷۰ زره نوې پېښې ثبتيږي. دا چې د کرونا نوې بڼه چې « B.1.617» بلل شوې، تر کومه حده د چټک خپريدا مسؤليت لري، په اړه یې څه نه شي ويل کيدلی خو د اټکلونو پر اساس له همدې نوي ډول سره تړاو لري.

د ويروس بڼه په چټک خپريدو کې څه نقش لري؟

په ډېرو قضيو کې ليدل شوي چې په يوه هيواد کې د کرونا د ډېر چټک خپريدو تر شا د ويروس د نوي بڼې لاس وو. يو شمير کارپوهان د هند د بڼې په اړه د يو ډول « Super-Mutation» يا فوق العاده تغير څخه خبرداری ورکوي چې کیدای شي ډېره ژر خپره شي او ټولې نړۍ ته ورسيږي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د روغتيا کارپوه کارل لاوترباخ خبرداری ورکوي چې دا یې يوه ډېره په چټکۍ سره خپريدونکې بڼه ده. نوموړي ويلي: «په هند کې د کوويد ناورين د رامنځته کيدو په حال کې دی.»

Indiens Krankenhäuser aufgrund der COVID-19-Pandemie
په هند کې د کرونا دې نوې بڼې انديښنې ډېرې کړي ديانځور: Debarchan Chatterjee/NurPhoto/picture alliance

د هند د کرونا ويروس دا نوی ډول په نورو هيوادونو کې هم موندل شوی دی. په دې هيوادونو کې آلمان، بريتانيا، بيلجيم، امريکا متحده ایالات، سنګاپور او استرليا شامل دي. په بريتانيا کې یې تر اوسه ۷۷ پېښې ثبت شوي دي.

هندۍ بڼه ولې کيدای شي ډېره خطرناکه وي؟

د کرونا د دې نوې «B.1.617» بڼه کې په سپايک پروتين يا د ويروس باندني پوښ کې دوه ميوتيشن یا جنيتکی بدلونونه رامنځته شوي دي. دا کار بدن ته د سارس کوو – ۲ ويروس داخليدل آسانوي او په دې ويروس د ککړيدو امکانات ډېروي. پر دې سربیره دا احتمالاً په بدن کې ژر خپور هم شي ځکه دا د انتي باډي څخه هم فرار کولی شي چې د بدن مدافعي سيستم او يا واکسين رامنځته کړي وي.

په دې توګه دا خطر موجود دی چې هغه کسان چې په کرونا تر اخته کیدو وروسته رغيدلي وي او يا هم واکسين شوي وي، د نورو ډولونو په پرتله د هندي بڼې په مقابل کې لږ مخافظت لري او ښايي پرې اخته شي.

بېلا بېل اټکلونه

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا د هند ډول د « Variant of interest» يا د علاقې وړ بڼې په توګه درجه بندي کړی دی. دا په دې معنا ده چې تر څارنې لاندې به نيول کیږي خو د سازمان له خوا تر اوسه د اندیښنې وړ نه ګڼل کیږي.

د بريتانيا د جنيتکي څېړنې د مشهور مرکز «Wellcome Sanger Institute» د کوويد – ۱۹ د جنيتکي څېړنو مشر ډاکتر جيفري بېرت هم په دې آند دی چې د هند بڼه په تېرو څو میاشتو کې په اصل کې ډېره زياته نه ده خپره شوې، نو د هغه له نظره دا احتمال ډېر دی چې دا ډول د  B.1.1.7 يا د کرونا د بریتانوي ډول په پرتله لږ ساري دی.

افغانستان کې د کرونا د نوې بڼې لومړۍ پیښه

خو زيات ساينس پوهان بيا بل ډول نظر لري او وضعيت او پرمختګ ته په کتو هغوی په حقه هم بريښي. د هند په مهاراشتر ایالت کې دمګړۍ د کرونا تر ۶۰ سلنه زياتې پېښې د همدې نوې بڼې دي. د جينوم له ترتيب څخه دا ثابته شوې ده. خو په عين وخت کې د ايالت روغتيايي ادارې بيا وايي چې تر اوسه په دې اړه لا په بشپړه توګه ډاډه نه دي چې د نويو پېښو زياتېدل دې هرو مرو په دې نوې بڼې پورې اړه ولري.

ب. ص/ ن. ز (Gudrun Heise)

زموږ له آرشيف څخه: