1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

جرمني: د کرونا واکسین سوو او روغو سوو ته بیرته سهولتونه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

په جرمني کي د نن څخه هغو کسانو ته، چي د کرونا په مقابل کي واکسین سوي او یا جوړ سوي وي، بیرته ډیره ازادي ورکول کیږي. په دې اړه یوه مقرره تیره نیمه شپه نافذه سوله.

https://p.dw.com/p/3t9xL
Deutschland Corona-Pandemie Impfkampagne | Frankfurt am Main
انځور: picture alliance/dpa

دغه مقرره تیره اونۍ د جرمني حکومت، ولسي او مشرانو جرګې په ترتیب سره تصویب کړه. د دغي مقررې مطابق هغه کسان، چي کاملأ واکسین سوي او يا جوړ سوي وي، تماس او دباندي یې پر تګ راتګ باندي بندیزونه لغؤ کیږي. سربیره پر دې د هغوکسانو په ډول معامله ورسره کيږي، چي ټِستونه يې کړي وي. معنی دا چي نور د هغوی ټِست نه دی پکار.

چا چي د کرونا واکسین لګولی او یا یې د ویروس څخه جوړ سوی وي، کولای سي، د نورو هغو کسانو سره چي د کرونا واکسین یې لګولی او یا ورڅخه جوړ سوي وي، په ازادانه ډول وګوري او تماس ورسره ونیسي. د هغوی سره تر ۱۴ کلنۍ کښته کوچنیان هم ازادانه تللای او د نورو سره تماس نیولای سي.

د هغو دپاره د شپې قیودات هم لغؤ کیږي. سیاحت او سفر هم بیله یوې استثنأ څخه کولای سي. هغه دا چي که داسي سیمو ته سفر وکړي، چي د کرونا ویروس مختلف شکلونه پکښي موجود وي، جرمني د بیرته راتګ پر وخت باید په قرنطین کي پاته سي.

هغوی همدارنګه مجبوره ندي، چي د سر جوړولو پر وخت سلمانۍ او یا مغازې ته د ورننوتو پر وخت د کرونا ټِست ښکاره کړي. دغو ګروپ کسانو ته د واکسین لګیدو یوه ژړه کتابچه ورکول کیږي. خو په مشخصو او عامه ځایونو کي بیا باید هم ماسکونه واغوندي.

1.Mai Tag der Arbeit I Niedriglohnsektor
انځور: Arne Dedert/dpa/picture alliance

کامل واکسین سوي او جوړ سوي څه معنی؟

کامل واکسین سوي هغه کسان دي، چي خپلي دواړي دورې پیچکارۍ یې لګولي وي. د کرونا څخه جوړ سوي اساسأ هغه کسان دي، چي کرونا یې تیره کړې او حد اقل ۲۸ ورځي ورباندي تیري سوي وي، خو تر شپږ میاشتي هم اضافه نه وي تیري سوي. معنی داچي په کرونا د اخته کیدو څخه تر شپږو میاشتو پوري یو څوک روغ بلل کیږی.

خو د نوو مقرراتو څخه بیا تر اوسه پوری په جرمني کي ډیر انسانان نه مستفید کیږي: ځکه د روبرت کوخ طبي انستیتوت د معلوماتو پراساس (د می میاشتي اتمه) تر اوسه پوري فقط ۷،۶ ملیونه کسان کاملأ واکسین سوي دي، چي دا د  ټول نفوس ۹،۱ فیصد تشکیلوي.

بیا تقریبأ ۲۷ ملیونو انسانانو (۳۲،۳ فیصده) د واکسین اوله دوره تیره کړې ده. تر ټولو دمخه بیا زړو کسانو ډیر واکسیونونه لګولي دي.