1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په ايټاليا کې د کرونا وبا له کبله فقر زیات شوی

۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه

د ايټاليا د احصائيې ادارې يوه سروې ښيي چې د فقر کچه ۵،۶ ميليونو کسانو ته لوړه شوې ده. د بې وزلو دغه شمېر د ايټاليا د نفوس ۹،۴ سلنه برخه ده چې دا په تيرو ۱۵ کلونو کي تر ټولو لوړ شمير دی.

https://p.dw.com/p/3qFi8
Weltspiegel 02.03.2021 | Corona | Italien Bergamo | Impfkampagne, Nonnen
انځور: Flavio Lo Scalzo/REUTERS

په ايټاليا کې په ۲۰۱۹م کال کې د بيوزلو کسانو شمير ۷،۷ سلنه وو. په ۲۰۰۸م کال کې د مالي ستونزو د پيل له کبله يوازې درې سلنه وو.

د احصائيو له مخې په ځانګړي ډول د فقر کچې ډير زياتوالې د دغه هيواد په بډايه سيمه شمال کي لیدل شوی دی. هلته د بيوزلۍ کچه تر ۹،۴ پورته شوې چې د پرتلني له مخې په ۲۰۱۹م کال کې ۶،۴ سلنه وه.

په داسی حال کې چې د فقر کچه په ځانګړې توګه په شمال کې زياته شوې په سويل کي د بيوزلۍ شمير ۱۱،۱ ډير لوړ پاته دی. دغه شمير بیا د ۲۰۱۹م کال په پرتله(۱۰ سلنه) دی چې لږ زیاتوالی ښيې. د احصائيې ادارې په وینا په خاص ډول بيا لويي کورنۍ د فقر له خطر سره مخامخ دي.

په ايټاليا کي د بيوزلۍ کچه له يوې سیمې څخه تر بلې پورې توپير لري. د احصائيې ادارې له مخې د ايټاليا شمال ښاري سیمه کي یو کس په مياشت کي ۸۴۰ يورو ترلاسه کوي په داسي حال کې چې په سويلي کليوالي سيمه کې بيا د نفر پر سر۵۷۰ يورو دي.

د کرونا وبا د کنترول له پاره سخت اقدامات د هر طبقې وګړو په لګښت کي د پام وړ کمښت رامنځته کيدو سبب شوي.

د يوې ايټالوۍ کورنۍ منځنی لګښت په مياشت کي له ۲۳۲۸ يورو څخه نهه سلنه کم شوی دی چې د۲۰۰۰م کال کچې ته رسیدلې دی. دغه راز په شمال کي دغه کمښت (منفي لس سلنه) وو چې د سويلي نيمه ټاپو په سیمه کې بيا (۷،۳) سلنه ښودل شوې.

ايټالیا لومړی اروپايي هیواد وو چې په بشپړه توگه د کرونا له څپې سره مخ شو. د دغه هيواد اقتصاد د دوهمي نړيوالې جګړې له پای وروسته د کرونا وبا پرمهال سخت وځپل شو.

تير کال شا اوخوا ۴۵۰ زره ايټالویانو چې ډيری يې ښځې او ځوانان دي خپلې دندې له لاسه ورکړې او بې کاره شوي دي.