1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د «نړۍ د امنیت» خپل نوښت خپور کړ

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

دا نوښت د چین د ولسمشر شي جین پینګ وړاندیز شوي طرحې دي. دغه هېواد همدا راز ویلي دي، چې د اوکراین جګړې په اړه هم «جدي اندیښنې» لري.

https://p.dw.com/p/4NnCu
Peking KP Nationalkongress Xi Jinping
انځور: Kevin Frayer/Getty Images

د چین ولسمشر شي جین پینګ د وړاندیز له مخې، دغه هېواد د سه شنبې په ورځ د « نړۍ امنیت نوښت» تر عنوان لاندې خپل وړاندیز خپور کړ.

د چین حکومتي رسینو رپوټ ورکړی دی، چې په دې نوښت کې د اصلي موضوگانې او د نړۍ د سولې اړوند اصول او لارې چارې طرحه شوي.

اړوند مطلب: چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

د چین بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل، چې پیکینګ په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه »ژوره« انديښنه لري، هغه جګړه چې لومړۍ کليزه یې په نېږدې کیدو ده.

د اوکراین په اړه د چین دریځ څه دی؟

د چین بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ وویل، چې هېواد به یې «له نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو او مشور له لارې کار وکړي څو د ټولو اړخونو اندیښنو ته ځواب ووایي او د ګډ امنیت لپاره به کار وکړي.»

هغه زیاته کړه: «په عینې حال کې موږ له ټولو اړوندو هېوادونو غوښتنه کوو، چې ژر تر ژره دې په اور باندې د تیلو اچول ودروي او چین دې نه ملامت کوي.»

پیکینګ ویلي، په همدې اونۍ کې به د اوکراین بحران په اړه د »سیاسي حل لارې» لپاره  خپل وړاندیز خپور کړي. 

اړوند مطلب: مونشن کانفرانس: بلنکن چين ته د روسيې له ملاتړه خبرداری ورکړ

چین ګانګ واشنګټن ته له اشارې کولو ډډه وکړه، چې پیکینګ د روسیې په ملاتړ تورنوي. واشنګټن استلال کوي، چې چین اوسمهال مسکو ته د وسلو ورکولو ملاتړ په اړه ارزونه کوي.

خو چین دغه ادعا رد کړې ده.

د چین بهرنیو چارو وزیر د تایون په اړه څه وویل؟

ګانګ همدا راز د چين له خوا پر تایوان د احتمالي بريد د وړاندوينو پر اوکراين له بريد سره د مقايسې خبره مسخره وبلله.

اړوند مطلب: د چین لوی ډیپلوماټ د امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې

هغه له هېوادونو ووغوښتل، چې «نن ورځ د اوکراین او سبا د تایوان غوغا» پای ته ورسوي.»

چین په دې باور دی، چې تایونوان د دغه هېواد د خاورې یوه برخه ده او له اوږدې مودې راهیسې یې ویلي دي، چې د بیرته نیولو اراده یې لري.

hs/fz/bs (AFP, Reuters)