1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسګونو چنایي جټ الوتکې د تایوان فضایي حدودو ته داخلي شوي

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

د تایوان چارواکو ویلي دي چې یو وار بیا په لسونو چینایي جنګي الوتکې د دوی فضايي قلمرو ته ننوتلي دي. تایوان هم د دغو الوتکو د محاصره کولو له پاره خپلي جنګي الوتکې استولي او خپل د توغندیو دفاعي سیستم یي فعاله کړی دی.

https://p.dw.com/p/45zyJ
Taiwan Militärische Übung zur Vorbereitung auf das chinesische Neujahrsfest
انځور: Daniel Ceng Shou-Yi/ZUMAPRESS.com/picture alliance

ټایوان د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۲۳) خپل په لویدیځه دفاعي حوزه (ADIZ) کې په یوځای ډول د ۳۹ چنایي جنګي الوتکو د داخلیدو اطلاع ورکړې ده. په دې ډله کې یوه بم غورځوونکي الوتکه هم شامله وه. تر اوسه پورې بیجینګ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا ټاپو د هوايي دفاع پیژندنې زون (ADIZ) عادي فضایي حدود نه دي، بلکې پخپله د تایوان له خوا اعلان شوی فضایي قلمرو دی چې د دغه هیواد د ملي امنیت د مقاصدو له پاره څارل کیږي.

چین تایوان خپله یوه سیمه ګڼي او داسې اراده یي هم ښودلې ده چې که ضرورت پيښ شې، نو له زور څخه په کار اخیستلو سره به دغه ټاپو له خپل هیواد سره الحاق او یوځای کړي.

تایوان څه ویلي ول؟

د تایوان د دفاع وزارت په دې اړه په خپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په دې مداخله کې ۳۴ جنګي الوتکې او د H-6 ډوله یوه بم غورځوونکې الوتکه هم شامله وه. د تایوان د دفاع وزارت د دغو الوتکو د مسیر معلومات په انلاین کې هم خپاره کړي ول، چې پر بنسټ یي چینایي الوتکو ته د تایوان تر کنترول لاندې د پراټاس ټاپو شمال ختیځ لور ته پروازونه کړي ول.

د تایوان دفاع وزارت په خپل یوه تویتري پیغام کې ویلي چې تایوان هم د دې مداخلي په ځواب کې خپلې الوتکې د چینایي الوتکو د تعقیبولو له پاره واستولې او د مخابراتي خبردارۍ په ورکولو سره یي د هغوی د فعالیتونو د څارونې له پاره په عاجل ډول خپل د توغندیو د هوایي دفاع سیستم فعاله کړ.

د امریکا دریځ څه دی؟

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې هم نږدې ۵۶ جنګي الوتکې د (ADIZ) سیمې ته داخل شوې وې چې تر هغې وروسته تر اوسه پورې دا د خپل ډول تر ټولو لویه پېښه ده.

تایوان له څو میاشتو راهیسې د چین د هوايي ځواکونو له خوا پراټاس ټاپو ته نږدې سویل لوېدیځه برخه کې چې د تایوان تر کنترول لاندې سیمه ده، د مداخلې شکایت کوي.

د تایوان دفاعي چارواکي پر بیجنینګ تور لګوي چې د تایوان پر پوځ د فشار زیاتولو له پاره د «خړ زون» له حربې یا وسیلې څخه کار اخلي.

له چین سره د یوه اوږدمهاله موافقې پر اساس واشنګټن د یوه واحد چین (ون چاینا) سیاست ته پابند دی. د دغه سیاسي دریځ پر اساس امریکا د تایوان د پلازمېنې تائې پي په رسمیت پيژندلو پر ځای اړ دی چې ټول مسائل له بیجینګ سره حل کړي.

خو د تایوان پر ځای له بیجینګ سره د واشنګټن د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو پریکړه پر دې دریځ هم مشروطه ده چې د تایوان د راتلونکي موضوع په سوله ایزه توګه حل شي.

په داسې حال کې چې تایوان ځان یو مستقل هیواد بولي، چین یي بیا د خپل هیواد یوه برخه ګڼي. د چین ولسمشر شي جن پن، هم په دې وروستیو کې د تایوان د «بشپړ ادغام» له پاره خپله ژمنه تکرار کړې وه. چین د تایوان د بیرته الحاق کولو له پاره له زور څخه د کار اخیستنې احتمال هم نه دی رد کړی.

د یادونې وړ ده چې چین او تایوان په ۱۹۴۰ لسیزه کې د کورنۍ جګړې په پایله کې سره جلا شول، خو چین ټینګار کوي چې دغه ټاپو د دوی د خاورې یوه برخه ده او که ضرورت پيښ شي، نو د الحاق له پاره یي کیدای شي له زور څخه هم کار واخلي.

تایوان خپل اساسي قانون لري او مشران یي په دیموکراتیکه توګه ټاکل کیږي. البته یوازې څو هیوادونه داسې دي چې تایوان یي په رسمیت پيژندلي دی.

په سیمه کې د چین پوځي فعالیتونه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي کشمکش سبب هم ګرځي. له دې امله امریکا په هند او آرام سمندرونو کې خپل پوځي حضور زیات کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز