مرکزي اسیا افغان مهاجر نه مني
۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبهد روسیې په رهبرۍ دغه هیوادونه تاجيکستان، قرغیزستان، قزاقستان او د پخواني شوروي اتحاد یو تعداد نور غړي هیوادونه دي. د دغو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو نن پنجشنبه(د سپټمبر میاشتي ۱۶ مه) په تاجيکستان کي یو له بل سره وکتل.
د قزاقستان جمهوررئیس، قاسم جومارت توکایف په یوه اعلامیه کي د جمعي امنیت د سازمان د ګډي موضعګیرۍ څخه ملاتړ اعلان کړی دی چي پر اساس یې د «افغان مهاجرو سکونت او یا په خاوره کي یې د خارجي نظامي قرارګاوو جوړیدو ته اجازه نه ورکول کیږي.»
دوه نور هیوادونه، ازبکستان او ترکمنستان، چي له افغانستان سره سرحد لري، خو د جمعي امنیت سازمان غړي نه دي. پردې سربیره ازبکستان ویلي دي، غواړي یوازي هغو افغانانو ته د داخلیدو اجازه ورکړي چي د ترانزیت په هدف دغه هیواد ته ورداخلیږي او د هغه ځایه نورو هیوادو ته سفر کوي.
سربیره پردې د دغه سازمان ځيني غړي کوښښ کوي له افغانستان سره خپل سرحدونه تقویه کړي. د دغه سازمان عمومي منشي ستانیسلاو زاس ویلي دي، چي د تاجيکستان په جنوبي سرحد کي د تأسیساتو جوړولو کار باید چټک سي. په خبره یې دغه امنیتي سازمان امادګي ښوولې ده چي د ضرورت په صورت کي «د جنوبي سرحدونو د امنیت په خاطر لازم اقدامات تر سره کړي.»
د دغه سازمان په اعلامیه کي د افغانستان وضعیت «خبرداری ورکونکی»اعلان سوی دی. په عین حال کي روسیې ویلي دي چي په تاجيکستان کي خپله نظامي قرارګاه په عصري ټانکونو سره تقویه کوي.
د مرکزي اسیا د جمعي امنیت د غړو هیوادو مشرانو د اعلامیې په یوه برخه کي ویلي دي، چي «موږ د یو سوله ایز او مستقل افغانستان ملاتړ کوو، چي تروریزم او د مخدره موادو تجارت پکښي نه وي.»