1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل ته يو نزدې کس د آلمان د حاکم ګوند مشر وټاکل شو

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

د آلمان د مسيحي‌ دموکرات ګوند نوی مشر آرمين لاشېت نوميږي. خو دا چې له مېرکل وروسته صدراعظمۍ ته به هم ودريږي، لا معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/3o0mR
CDU Digitaler Parteitag Laschet wird Vorsitzender
انځور: Hannibal Hanschke/REUTERS

په پای کې آرمين لاشېت ۵۲۱ رايې او په دې سره تر خپل بل سيال، فريدريش مېرڅ، څخه ۵۵ زياتې رايې تر لاسه کړې. دريم کانديد، نوربرت روتګن د ټاکنو په لومړي پړاو کې له سيالۍ څخه وتلی وو. اوس ۵۹ کلن آرمين لاشېت د آلمان د قدرتمن مسيحي دموکرات ګوند فدرالي مشر جوړ شوی دی.

د دريو کانديدانو تر منځ د آلمان د تر ټولو زيات نفوس لرونکي نوردراين وېستفالن آيالت دغه لومړی وزير د انګلا مېرکل د لارې اصلي مل او «د يوه منځلاري ګوند» اصلي پيرو بلل کيږي.

سياست بايد د هغه په نظر خلک قطبي نه او نه هم راوپاروي، بلکې څرګندې او سپينې خبرې بايد وشي څو تل اعتبار او باور رامنځ ته شي. د کرونا له وجې د نوي مشر د ټاکل کېدو دغه ګوندي غونډه په مجازي او انترنېټي توګه رابلل شوې وه. د هغه په خبره د آلمان مسيحي ګوند کوم «اجرائيوي مشر او د مشرتابه مشر ته» اړتيا نه، بلکې داسې يو چا ته ضرورت لري چې کولی شي دغه ګوند سره متحد او يو ځای وساتي.

لاشېت صدراعظمې مېرکل ته وفادار کس بلل کيږي

لاشېت يو څو ورځې مخکې ويلي‌ ول چې «هغه لومړی وزير چې د ۱۸ ميليونو اوسېدونکو لرونکي يوه آيالت مشري په بريالۍ توګه کولی شي، د آلمان صدراعظم هم جوړېدلی شي.» خپل فکري او سياسي‌ لوری لاشېت په يو څو لنډو ټکو کې راونغښت: «له انګلا مېرکل سره پرېکون به دقيقاً غلط پيغام وي.» لاشېت چې د آلمان برحالې صدراعظمې انګلا مېرکل ته نزدې او وفادار کس بلل کيږي، اوس ښايي د دې چانس هم ولري‌ چې د آلمان صدراعظمۍ ته ودريږي.

کريستوف شتراک/ن ص/م.ک.ص.