1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي نړۍ کې د اسلام د پيغمبر د کاريکاتورونو ضد مظاهرې وشوې

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

په لسګونو زرو مسلمانانو د پاريس د هغې پرېکړې پر ضد لاريونونه وکړل چې غواړي د اسلام د پيغمبر د رسمونو د جوړولو حق خوندي‌ کړي. فرانسه د چړو په واسطه له دوو مرګونو بريدونو څخه هم کړيږي چې پړه يې پر اسلام پالو اچول کيږي.

https://p.dw.com/p/3kgTB
Bangladesch | Proteste gegen Mohammed-Karikaturen in Dhaka
انځور: Mushfiqul Alam/NurPhoto/picture alliance

له پاکستان تر لبنانه پورې په لسونو زرو احتجاج کوونکو د جمعې په ورځ د فرانسې ضد په لاريونونو لاس پورې کړ چې لامل يې د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې د حضرت محمد (ص) کارټونونه ول.‌ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې د فرانسې د سفارت په لور حرکت وکړي چې د پوليسو له خوا د اوښکي بهونکي ګاز په مرسته په شا وتمبول شول.

د مسلمانو فعالانو يوې ډلې د فرانسې د ولسمشر امانويل ماکرون يو ګوډاګی له يوه پله څخه وځړاوه وروسته له هغه چې په خپلو بوټونو سره يې په شدت سره لغتې ورکړې وې.

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې هم ډېر خلک سره راټول شول څو د جمعې تر لمانځه وروسته د فرانسې د ولسمشر يوه ګوډاګي ته اور واچوي. دغې ډلې د «موږ ټول د پيغمبر محمد سرتېري يو» شعار هم ورکاوه.

د لبنان په پلازمېنه بيروت کې يو څو سوه لاريون کوونکي د فرانسې د سفير تر کوره پورې وخوځېدل خو پوليسو ورته لاره تړلې وه. ځينو کسانو پر پوليسو تيږې وغورځولې کومو چې د لوګي او اوښکي بهونکي ګاز په واسطه ځواب ورکړ.

فلسطينيانو هم احتجاجونه وکړل

په بيت المقدس کې په سلګونو فلسطينيانو د الاقصی مسجد څخه د باندې د ماکرون پر ضد مظاهره وکړه. دغه مسجد په اسلام کې دريم تر ټولو مهم سپېڅلی ځای بلل کيږي.‌ اسرائيلي پوليسو ويلي چې دغه ډله يې سره وپاشله او درې تنه يې ورڅخه ونيول. د غزې په تراړه کې لا زيات کسان سره راټول شوي ول. په غزه کې د حماس وسله والې ډلې په ټولو هغو جوماتونو کې چې تر کنترول لاندې يې دي، د فرانسې پر ضد لاريونونه راوبلل.

په فرانسه کې د مسلمانو افراطيانو حملې

د هغو حملو پر ضد چې د فرانسې چارواکي ورته د اسلامي افراطيت سره تړاو ورکوي، د فرانسې له خوا سخت غبرګون، داسې يو بحث راپورته کړی دی چې د دغه هېواد سيکولار او د بيان د آزادۍ قوانين يې د مسلمانانو له مذهبي احساساتو او حساسيتونو سره مخامخ کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ماکرون د اسلامي افراطيت پر ضد د مبارزې او د بيان د آزادۍ د ژغورلو او ساتلو ژمنه کړې ده. پر دغه دريځ د اسلامي نړۍ ډېرو مشرانو بيا نيوکه کړې او ځينو اسلامي هېوادونو د فرانسوي توليداتو او توکو پر رانيولو د بايکاټ اعلان کړی دی.

mm/rt (AFP, AP)