1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتاروپا

د هوايي ټکسي پر تولید سترې پانګوني

۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه

پانگه والو يو ځلي بیا په میليونو یورو د هوايي ټکسي توليد ته ځانګړي کړې دي. آلمانی شرکت ولوکوپتر په پام کي لري چې په پنځو راتلونکو کلونو کي خپل هوايي جوړ شوي ټکسي ګان ښارونو کې فعال کړي.

https://p.dw.com/p/3qGpC
Singapur | Volocopter Flugtaxi über Marina Bay
انځور: ZUMAPRESS/picture alliance

د دې پروژې نوي پانګه اچونکي هماغه پخواني شرکتونه دي، خو ځيني نوې نومونه او ورسره ۲۰۰ ميليون يورو پرې اضافه شوې دي. د ولوکوپتر شرکت د آلمان په کالسروحه بروخسال ښار کې له دې مخکې ۱۲۲ ميليونه يورو د دغه پروژې له پاره راټولې کړي وې.

د ولوکوپتر شرکت رئيس فلوريان روپتر وويل: «موږ د خپلو نويو شریکانو په همکارۍ سره کولی شو د اړتيا وړ مهارتونو او امکاناتو ته لاس رسې پيدا کړو او تر راتلونکي کال پورې د «هواي ټکسي» د لومړي مسيرونو یا لارو پرانیستنه وکړو.

Fliegendes Auto Flugauto
انځور: picture-alliance/dpa/Joby Aviation

ولوکوپتر غواړې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هوايي ټکسيانو لومړنۍ هواې ليکې فعالې کړې. دغه شرکت هوايي برېښنايي ټکسيانو ته پراختيا ورکوي چې په پام کې ده مسافرين ژر خپل هدف ته ورسیږې او د ګڼه ګونې له سړکونو څخه تيريدلو ته اړتيا نه وي.

په نوي لار کي مخکښ

د ولوکوپتر شرکت چې له تاسيس څخه يې لس کاله تيريږې، د «ليليوم» په نوم آلماني شرکت په شان د هوايي ټکسي په برخه کي مخکښ ګڼل کيږې. د آلمان په مونشن ښار کي د ليليوم شرکت پانګه يو ميليارد ډالره اټکل کيږي. د ولوکوپتر شرکت رئيس فلوريان رويتر د خپل شرکت د پانګې د ارزونې په هکله څه نه دي ويلې.

په نړۍ کې ډيرو شرکتونو بازار ته د هوايي ټکسیانو د وړاندې کولو له پاره د ډير لګښت پروګرامونه پيل کړې دي. په پام کې ده چې په راتلونکي کې تګ راتګ ته يوازي د هوايي ټکسي له لارې لار برابره شي.