1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

بریتانیا په راتلونکي کي غیرقانوني مهاجرو ته سخته جزا ورکوي

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

د مانش د کانال له لاري بریتانیا ته دغیرقانوني مهاجرو د ډیر ورتګ په سبب دغه هیواد غواړي په راتلونکي کي دغو مهاجرو او انساني قاچاقبرانو ته سخته جزا ورکړي.

https://p.dw.com/p/3w0yH
Flüchtlinge in Calais Archiv 2013
انځور: AFP/Getty Images/Philippe Huguen

لکه څنګه چي د بریتانیا داخله وزارت نن یکشنبه اعلان وکړ، پسله دې به د غیرقانوني مهاجرو جزأ د شپږو میاشتو څخه څلورو کالو ته لوړه سي. په دغه اندازه د جزا لوړولو دغه پاراګراف د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو یوه برخه ده، چي راتلونکې سه شنبه به د تصویب دپاره د بریتانیا پارلمان ته وړاندی سي. په طرح کي انساني قاچاقبرانو ته هم لوړه سزأ په نظر کي نیول سوې ده او د اوس ۱۴ کاله څخه به عمري بند جزأ ته لوړه سي.

د بریتانیا داخله وزیري، پریتي پاتیل دغه پلانونه پر«حق، خو قاطع او جدي» وبلل. په خبره یې بریتانیا به په راتلونکي کي هم د قانوني لارو څخه د مهاجرو راتګ ته ښه راغلاست ووايي، مګرغواړي د مهاجرت د قانون څخه  د سؤ استفاده مخنیوی وکړي او د غیر قانوني سرپناوو د جوړیدو پرضد عمل وکړي.

Frankreich Calais Flüchtlinge in Richtung Großbritannien
انځور: Getty Images/AFP

د بریتانیا د داخله وزارت په نظر دا «ډیر امکان لري، چي هغه کسان چي د کوچنیو کښتیو د لاري بریتانیا ته راځي، د اروپا د اتحادیې د یوه مطمین هیواد څخه راځي، چي هلته یې کولای سول د پناه غوښتنه ورکړي.»

پداسي یوه حالت کي نو بریتانیا د مهاجرو د پاره «یو لوړ هدف» ګرزیدلی دی او غواړي په هر صورت دغه هیواد ته د «غیر قانوني لارو» پواسطه ورسیږي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د مسؤلو چارواکو لخوا د اوبو د څلورو خطرناکو لارو څخه د تیریدو پر خبرداریو سربیره په دې اواخرو کي د مانش د کانال د لاري بریتانیا ته ډیر مهاجر ورغلي دي.

یوازي د ۲۰۲۱ م کال په اولو شپږو میاشتو کي مجموعأ ۶۰۰۰ مهاجر دغه هیواد ته ورغلي دي. پداسي حال کي چي په ټول ۲۰۲۰ م کال کي بریتانیا ته د ۸۴۱۷ مهاجرو ورتګ ثبت سوی دی .

خو پر دغه پلانونو باندي بیا د بشر د حقوقو سازمانونو، د هغې جملې څخه د بخښني بین المللي سازمان یا امنیسټي انترنیشنل سخت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي، په عوض د دې چي د «پناه غوښتونکو او مهاجرو پر ضد قصداً غیر واقعي افسانې او غلط حقایق خپاره سي، باید د بریتانیا داخله وزارت د هغو لږو انسانانو دپاره اطمیناني لاري مهیا کړي، چي د تعقیب د بیري راتښتي او د پناه غوښتني ورکوي.»