1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانیا نوی پارلمان ټاکي

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

په بریتانیا کي د پنجشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې پیل سوي دي. د نظر پوښتنو له مخي دغه هیواد د واک له یوه بدلون سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4hrPG
د بريتانيې لومړی وزير، ريشي سوناک
ريشي سوناک ښايي اکثريت رايې نه وگټيانځور: Leon Neal/AFP/Getty Images

د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سوناک، محافظه کاران چې له ۱۴ کلونو راهیسې په واک کي دي، خو د نظر پوښتنو له مخي اوس دغه ګوند د اپوزیسیون کارګر ګوند د مشر کییر سټارمر، څخه ډیر شاته دي. په دې ډول نوموړی ۶۱ کلن ډیر چانس لري چي نوی لومړی وزير سي.

په بریتانيا کي شاوخوا ۵۰ میلیونو خلکو ته چي عمرونه یې تر اتلس پورته وو، په ټاکنو کي د گډون بلنه ورکړل سوې وه. انتخاباتي حوزې د ځایي وخت د شپې تر یوولسو بجو پوري پرانیستي دي.

د دغو حوزو تر تړل کیدو وروسته به رسنۍ سمدستي د رایو په هکله ټولپوښتنه خپره کړي او په رسمي ډول د رایو د ډیجیتالي شمېرو د اعلانیدو تمه د جمعې په ورځ سهار وختي کیږي.

ستارمر او سوناک، له انتخاباتي بهیر څخه په استفادې سره یو وار بیا د رایه ورکوونکو د هڅولو هلې ځلی کوي. سټارمر وویل: «بریتانیا کولای سي نن ورځ یو نوی پړاو پرانیزي. موږ نه سو کولای نور پنځه کلونه د محافظه کارانو تر حکومت لاندي تیر کړو. د واک بدلون به هغه وخت رامنځته سي، کله چی تاسو فقط او فقط د لابور «کارگر» گوند ته رایه ورکړی.»

د کارگر گوند لومړيتوبونه

سوناک یو واربیا د کارگر گوند له بري څخه خبرداری ورکړ او وې ویل: «دغه گوند به زموږ هیواد او زموږ اقتصاد په دوامداره توگه زیانمن کړي، لکه څنگه چي په وروستي ځل چي هغوی په واک کي ول، دا کار یې وکړ. داسي یوه کار ته اجازه مه ورکوئ.»

سټامیر، له ۲۰۲۰م کال راهیسي د کارگر گوند مشر دی. په انتخاباتو کي د بري په صورت کي به نوموړی له ډیرو خنډونو سره مخامخ سي.

د لږې بودیجې له امله د کلاسیکو ټولنیز ډیموکراتیکو پالیسیو لکه د لوړو دولتي لګښتونو سره د مقابلې له پاره لږ فرصتونه موجود دي. د کارگر گوند باید په دوامداره توگه اقتصاد ته وده ورکړي او پانگونی ته د خصوصي سکټور هڅول په لومړیتوبونو کي شامل کړي.

دا ځکه چي اوس هم زیاتره کسان له ډېر وخت راهیسي د لوړ انفلاسیون له عواقبو څخه زوریږي. سربیره پردې روغتیايي سیستم هم له بحران سره مخامخ دی او ډېر کم آپارتمانونه جوړیږي. په تیره بیا د مهاجرت موضوع هم ډېره شخړه ایزه ده.

GP/NZ/AG