1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا پناه غوښتونکي رواندا ته استوي

۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه

بریتانیا اعلان کړی دی چي هغه پناه غوښتونکي چي له غیر قانوني لارو دغه هیواد ته رسیږي، روانډا ته يې استوي. د بریتانیا او روانډا خارجه وزیرانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په دې برخه کي يوه توافق ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/49zp8
Großbritannien | Boris Johnson
انځور: Matt Dunham/AP Photo/picture alliance

د روانډا د بهرنیو چارو وزیر وینسنت بیروتا، د نوموړي توافق د اعلان په هکله وویل: «روانډا له بریتانیا سره د مشارکت هرکلی کوي، ترڅو پناه غوښتونکي او مهاجر ومني او د هغوی له پاره د اوسېدو قانوني لاري چاري برابري کړي.»

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریتي پاتل همدا اوس په روانډا کي ده. له نوموړي توافق څخه لږ وروسته، د بریتانیا لومړي وزير بوریس جانسن وویل: «سر له نن څخه ...هر هغه څوک چي په غیرقانوني ډول بریتاینا ته داخلیږي او همدارنگه هغه کسان چي د جنوري مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په ناقانونه ډول بریتانیا ته راغلي دي، په روانډا کي ورته د بیا میشتیدو زمينه برابریږي.»

د بریتانیا صدراعظم زیاتوي: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چي بریتانیا ته د رسیدو لار یوازي قانوني او مطمینه لار ده.»

له غیر قانوني مهاجرتونو څخه مخنیوی، د نوموړي محافظه کار سیاستوال له مهمو ژمنو څخه یوه ده. د جانسن د حکومت پر وخت د مانش کانال له لاري بریتانیا ته د رسیدو له پاره د مهاجرو په هلو ځلو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ياد هوکړه لیک له مخي، په روانډا کي د دغو مهاجرو د بیا میشتیدو په بدل کي بريتانيا شاوخوا ۱۲۰ میلیون پونډه چي د ۱۴۴ میلیونو یورو سره برابر دي، نوموړي هیواد ته ورکوي.

د روانډا د چارواکو د څرگندونو له مخي، په پام کي ده چي دغه مهاجرین د ټول هیواد په سیمو کي مدغم سي او هغوی ته ددې زمینه برابره سي، چې که هغوی وغواړي د تل له پاره هلته پاته سي.

ډنمارک ته ورته پروگرام

ډنمارک هم په تیر دوبي کي دې ته ورته پروگرام اعلان کړ. دغه هیواد د تیرکال په جون مياشت کي داسي یو قانون تصویب کړ چي په هغه کي راغلي، پناه غوښتونکي دي په سرحدونو کي تر ثبتیدو وروسته، له اروپايي ټولني څخه دباندي د قبلولو یوه مرکز ته انتقال سي.

د ډنمارک په طرحه کي ځیني استثناوي موجودي دي، د مثال په ډول هغه پناه غوښتونکي چي ناروغ وي، په نظر کي نه دي نیول سوي.

د ډنمارک حکومت له روانډا سره د پناه غوښتني او مهاجرت په برخه کي د همکارۍ یوه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

د ډنمارک دغه برنامه په هغه وخت کي، د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او اروپايي ټولني له انتقادونو سره مخامخ سوه.