په برلین د موزیمونو هنري آثار چا زیانمن کړي؟
۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبهد کلتوري آثارو د بڼسټ او برلین د پولیسو ویاند د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته د دې خبري پخلی کړی دی، خو هغوی په اول سر کي نه غوښتل د پیښې د نورو جزیاتو او تاوانونو په هکله څه ووايي. د یوه ویاند په حواله د چهارشنبې په ورځ لا په دې هکله پلټني پیل سوي دي.
د «ډي څایټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي او «ډویچلنډ فونک» رسنۍ د پلټنو له مخي د اکتوبر پر دریمه نامعلومو کسانو د برلین د موزیمونو په مجموعه کي لږترلږه ۷۰ هنري آثار زیانمن کړي دي.
د هغوی په حواله د پِرګمون په موزیم، نوي موزیم او لرغوني ملي ګالرۍ او همدارنګه نورو ځایونو کي غوړ مایع مواد پاشل سوي چي له کبله یې په ښکاره ډول د ۱۹مي پیړۍ پر لرغونو آثارو غوړي لکې معلومیږي. د کلتوري آثارو د بڼسټ او د برلین د پولیسو ویاند د چهارشنبې په ورځ په دې اړه خپل ګډ دریځ څرګند کړ.
د برلین د موزیمونو مجموعه له ۱۹۹۹م کال راهیسي د یونسکو په نړیوالو کلتوري میراثونو کي شامله سوې ده. د برلین پرګمون موزیم کله چي بشپړ پرانیستی وي، هر کال تر یو میلیون زیات انسانان ځان ته راجذبوي.
په وار وار سره دا پوښتنه رامنځته کیږي چي څرنګه د برید کوونکو پر وړاندي له موزیمونو څخه ساتنه وسي. درې نیم کاله مخکي هم د برلین په دغو موزیمونو کي غلاوي ترسره سوي وې. د ۲۰۱۷ م کال په مارچ کي د ۳ اشاریه ۷۵ میلیونو یورو په ارزښت سکه د موزیم له ویترین څخه غلا سوې چي تر اوسه پوري لادرکي ده.
په ۲۰۱۹م کال کي هم په درسدن ښار کي د هنري آثارو یو موزیم تر برید لاندې راغلی وو. دوو تنو نامعلومو کسانو د ۲۰۱۹م کال د نوومبر پر ۲۵ مه تاریخي الماس او قیمتي غمي غلا کړي ول.
زموږ له آرشيف څخه: