1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان؛ د پناه غوښتنه ۲۷ سلنه کمه شوې

احمد حکيمي l د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ تیر ۱۳, شنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېر په څرګند ډول کم شوی دی. دغه راپور د اروپايي کمیسیون د پټو سندونو پر اساس خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/5GZBA
د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېر په څرګند ډول کم شوی دی
د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېر په څرګند ډول کم شوی دیانځور: Johannes Simon/Getty Images

د «وېلټ ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ د ۲۰۲۶م کال د جولای میاشتې پر ۴مه د یوه مخکیني راپور له مخې، چې د اروپایي کمېسیون د یوه محرم سند پر بنسټ یې خپور کړی، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جون ترمنځ ۵۱ زره او ۱۴۷ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه کمښت ښيي.

د دغه راپور له مخې، له دې سره آلمان د اروپایي هېوادونو په پرتله د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له پلوه اوس څلورم ځای خپل کړی دی.

د یاد راپور له مخې، په ټوله اروپایي ټولنه او همدارنګه ناروې او سویس  هیوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر ۱۹،۳ سلنه کم شوی او په حواله یې په یاده ټوله سیمه کې د پناه غوښتنو د درخواستونو شمیر ۳۲۱ زره او ۶۲۷ ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له پلوه فرانسې د ۶۵ زره او ۵۳۸ غوښتنلیکونو په ثبتولو سره لومړی ځای خپل کړی. تر فرانسې وروسته ورپسې ایټالیا د ۶۳ زره او ۹۸۵ او هسپانیا د ۵۳ زره او ۸۸۸ غوښتنلیکونو سره په دوهم او دریم ځای کې دي.

د یادولو ده چې د پناه غوښتنې تر ټولو لږ غوښتنلیکونه په هنګري کې ۴۹، په سلواکیا کې ۶۶ او په لیتوانیا کې ۱۳۰ ثبت شوي دي. په آلمان کې د پناه غوښتونکو په ډله کې راپور ډېری کسان یې د افغانستان، ترکیې او سوریې وګړي یاد کړي دي.

په اروپایي کچه، افغانان، وینزویلايي او د بنګله ‌دېش پناه غوښتونکي اوسمهال د پناه غوښتونکو تر ټولو لویې ډلې جوړوي.

په داسې حال کې چې افغان وګړي تر ډېره آلمان کې د پناه غوښتنه کوي، هسپانیا بیا د وینزویلايي پناه غوښتونکو او ایټالیا بیا د بنګله ‌دېشي د پناه غوښتونکو لپاره اصلي د مقصد هېواد و.

کډوال د اروپا او طالبانو ترمنځ د معاملې پر وسیلې بدل شوي؟