1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلاروس د افغانانو په ګډون د مهاجرو پر پروازونو بندیز ولګاوه

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

د بیلاروس دولتي هوايي شرکت له متحده عرب اماراتو څخه د افغان، یمني، سوریايي او عراقي مهاجرو پر راتګ بندیز وضع کړ. پر بيلاروس تور دی چې دغه هیواد غواړي له نورو هیوادونو مهاجرین راولي او اروپايي هیوادونو ته یې ولیږي.

https://p.dw.com/p/430hd
Belarus | Symbolbild Beziehungen EU und Belarus
انځور: Leonid Faeberg/Russian Look/picture alliance

 د بیلاروس دولتي هوايي شرکت د دوشنبې په روځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۱۵) اعلان وکړ چې تر دې وروسته به له متحده عربي اماراتو څخه د مهاجرو پر راتلونکو پروازونو بندیز وضع کړي. تر دې مخکې د افغانستان، یمن، سوریې او عراق ډېر مهاجر د متحده عربي اماراتو له لارې بیلاروس یا سپینې روسیې ته راتلل چې له کبله یې دغه هیواد هم له پراخو فشارونو سره مخامخ دی.

اروپايي هیوادونو پر بیلاروس تور پورې کوي چې دغه هیواد له نورو هیوادونو مهاجرین خپل هیواد ته راولي او بیا یې اروپايي هیوادونو ته لیږي. د یکشنبې په ورځ د بیلاروس دغه دولتي هوايي شرکت پر خپله انترنت پاڼه باندې د یادو څلورو هیوادونو اتباعو ته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د اړونده چارواکو د پریکړې له مخې به نور د دغو هیوادونو اتباع بلاروس ته د راتګ اجازه ونه لري.

په عین حال کې بیلاروس غواړي چې سلګونه زر مهاجرین له خپله هیواده بیرته د مهاجرینو اصلي هیوادونو ته انتقال کړي. د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاښينکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې برخه کې کار روان دی ترڅو خلک وهڅوي چې بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي. د هغه په خبره «هیڅوک نه غواړي چې بیرته خپل کور ته ولاړ شي.»

لوکاښينکو همدا راز ویلي دي چې که چیرته پولنډ د بشري دهلیز په برخه کې مرسته ونه کړي، نو دغه هیواد به اړ شي چې د خپل دولتي شرکت له لارې مهاجرین آلمان ته ولیږي. لوکاښينکو وویل: «که چیرته اړتیا وه نو موږ به دوی د خپلو الوتکو له لارې مونشن ته ولیږو.»

اوس ډېر مهاجرین چې په بیلاروس کې دي، غواړي د ځمکې له لارې د اروپايي ټولنې غړي هیواد پولنډ ته ولاړ شي. د اروپايي ټولنې ډېر هیوادونه پر بیلاروس تور لګوي چې مهاجرین خپل هیواد ته په راتګ تشویقوي او بیا یې د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې اروپايي هیوادونو ته لیږي.

دا هم په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ بیلاروس د ترکیې په غوښتنه له ترکیې څخه د افغانستان، عراق، سوریې او یمن د مهاجرو پر پروازونو بندیز وضع کړی وو.