مصر کې د بيرو ۵ زره کلنه کارخانه وموندل شوه
د مصر د اطلاعاتو او سيلانۍ د وزارت په حواله د امريکايي او مصري کارپوهانو يوې ډلې د کيندنو پر مهال د مصر په سويل کې ۴۰ زېرمې وموندلې. لرغون پېژندونکي وايي چې دا د بيرو د جوړولو يوه ۵ زره کلنه کارخانه ده.
۵ زره کاله لرغونی ځای
د مصر د اطلاعاتو او سيلانۍ د وزارت په حواله د امريکايي او مصري کارپوهانو يوې ډلې د کيندنو پر مهال د مصر په سويل کې ۴۰ زېرمې وموندلې.
د پراخ توليد امکانات
لرغون پېژندونکي وايي چې د بيرو د توليد دغه ځای ۸ برخې لرلې. په هره برخه کې ۴۰ د مشروباتو د توليد زېرمې راغلې وې. بير يو ډول مشروب دی چي پکښي الکول موجود وي.
په مصر کې موندلې شوې د مشروباتو زېرمې
څېړونکي وايي په ډېر احتمال سره د بيرو دغه کارخانه په نړۍ تر ټولو لرغونې دا ډول آسانتيا ده.
د مشروباتو د جوړولو او ساتلو زېرمه
د نيو يارک پوهنتون څېړونکی، ماتیو آدامز، چې د کيندنو د ټيم غړی و، وايي چې په دغه کارخانه کې تقریبا ۲۲۴۰۰ لیټره بير په يو وار جوړېدل.
د نارمر د دورې پاتې شوي لرغوني اثار
مصطفی الوزیري چې د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا غړی دی، وايي چې دغه کارخانه احتمالاً د نارمر په دورې پورې اړه لري. نارمر د لرغوني مصر يو پخوانی پاچا و چې د ميلاد څخه ۳۰۵۰-۳۱۵۰ کاله مخکې حاکم و.
د مصر تر ټولو لرغونې دوره
ويل کيږي چې د نارمر تصوير د ډبرو پر دغې لوحې باندې راغلی دی. د نارمر لوحه د مصر د لرغونې دورې يو تر ټولو مهم اثر دی.
د نارمر لوحه
د نارمر د لوحې لرغونتوب د ميلاد څخه ۳۱ پېړۍ مخکې دورې ته ستنيږي. پر دغې لوحې باندې د هيروګليف د ليک تر ټولو لرغوني پېژندل شوي توري هم راغلي دي. داسې هم ويل کيږي چې په تصوير کې د پاچا نارمر په مټ د لر او بر مصر د يو ځای کېدو کيسه انځور شوې ده.
د نارمر نښان يا مُهر
دا چې نارم اصلا څوک و، د مصرپېژندونکو تر منځ ورباندې بحثونه دوام لري. دا د پاچا نارمر مُهر يا نښان دی.