1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

بلوڅ اورپکو د کوټې د بمي بريدونو مسؤلين منلی

۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان په کوېټه ښار کې دا بریدونه په داسې یو وخت شوي چې څو ورځې مخکې پاکستاني چارواکو د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د یوه مشر د نیولو اعلان کړی و. په دې برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PtNs
Pakistan Peshawar Explosion der Polizeilinie
انځور: Faridullah Khan/DW

د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنگ ډیر شمیر سیاستوالو دغه برید غندلی دی. په دې برید کې د دوو پولیسو په گډون ۴ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ: د بلوڅ اورپکو مشر مو نيولی دی

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سویل لویدیځ، د بلوچستان ایالت په کوېټه یا کوټه ښار کې د دوو بمي بریدونو مسئولیت د بلوڅ لبریشن آرمي (بي ایل ای) یا د بلوڅ بیلتون غوښتونکو پوځ، په نامه ډلې په غاړه اخیستی دی. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دا په کوټه کې دریمه چاودنه وه.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د بي ایل ای ویاند جیان بلوچ په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «بلوچ لبریشن آرمي د دې برید مسئولیت مني او خپله ژمنه بیا تکراروو چې پر بلوڅانو ظلم او تیری کوونکو سره به حساب وشي.»

بي ایل ای په دغه اعلامیه کې ویلي دي چې په دې برید کې د دوو پولیسو په گډون ۴ تنه وژل شوي دي.

د دوشنبې ورځې برید په داسې یو وخت کې وشو چې پاکستاني چارواکو څو ورځې مخکې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د یوه مشر گلزار امام چې په شمبي مشهور و، د نیولو اعلان وکړ. پاکستاني پوځ د جمعې په ورځ د شمبي نیول کیدل د بلوڅ بیلتون غوښتونکو له پاره یو لوی ټکان وباله.

شهباز شریف؛ دا ترهگریز برید دی

د پاکستان سربیره امریکا او بریتانیې هم بي ایل ای یوه نړیواله ترهگریزه ډله بللې ده. بلوڅ بیلتون غوښتونکي په بلوچستان ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ترهگریز بریدونه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې برید په اړه له چارواکو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې او ټپیانو ته یې د هر ډول ممکنه طبي مرستو رسولو لارښوونه کړې ده. شریف ویلي دي: «د ترهگرو ارادې به له خاورو سره خاورې کړای شي.» د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو هم دغه برید غندلی دی.

چاودنه چیرته شوې؟

د پولیسو لوړپوړي افسر شفقت چیمه رویټرز خبري آژانس ته وویل چې لومړی برید په کندهار بازار نومې گڼه گوڼه لرونکې ځای کې یوه موټر کې وشو. موټر د یوه فعال اس پي یا لوړپوړي پولیس افسر پورې تعلق درلود.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

هغه وویل چې په موټر کې ناست دوه تنه پولیس په دې برید کې ووژل شول په داسې حال کې چې دوه تنه عامو خلکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. شفقت چیمه وویل چې چاودیدونکي توکي د موټر ترڅنگ ولاړ موټرسیکل کې ځای پرځای شوي وو.

بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې د دې چاودنې له پاره له پرمختللو چاودیدونکو توکو څخه کار اخیستل شوی دی.

په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

دویمه چاودنه سریاب پهاټک سیمې ته نږدې شوې چې د پولیسو د یوه مرکز مشر یا تهانیدار په کې په نښه کړای شوی وو. خو په دې برید کې هیڅ کوم پولیس نه دی ټپي شوی یوازې دوه تنه لارویان ټپیان شوي دي.

مخکې تر دې د یکشنبې په ورځ هم ایگل چوک کې پر پولیسو برید شوی و، چې دوه تنه پولیس په کې وژل شوي او یو بل تن پولیس ټپي شوی و. دا په داسې حال کې چې پولیسو په خپله وينا یو تن بریدگر هم وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې چین د یوې لارې او یوه کمربند ابتکار (BRI) په نوم پر ډیر شمیر پروژو کار کوي، خو وسله وال یې مخالفت کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا