آلمان کې ولی یوه کس پخپل لاس جوړې کړې ودانۍ ویجاړې کړي؟
۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبهد آلمان په لویدیځ یوه کوچني ښار بلوم بېرګ کې د ساختماني چارو یوه قراردادي په ټاکل شوې وخت د پيسو نه ترلاسه کولو له امله ډير سخت په غوسه شو او د ودانیو په تخریبوونکو درنو سامان آلاتو سمبال یو بلدوزر کې سپور او د ساختمان په نړولو یې پيل وکړ.
په دغه کمپلکس کې شاوخوا ۳۰ کورونه وو چې پر ټولو کار روان و. تورن کس خپل سکواتور یا بلدوز د دغو کورونو پر مخکینې برخه په داسې شکل ور وسته چې د دغو کورونو دروازې، بالکونونه او د کورونو مخ ته هر څه چې و، ټول یې له خاورو سره خاورې کړل.
جالبه خو دا ده کله چې تورن کس دغه عمل ترسره کاوه د سیمې په لسګونو خلک ورته راټول شوي وو او ننداره یې کوله.
د پولیسو یوه ویاند وویل: «په ساختمان کې هیڅ څوک موجود نه و، خو د دې منظر د لیدلو له پاره نږدې پنځوس تنه راټول شوي و.»
د پولیسو په وینا په دې پيښه کې د ۵۰۰ زره یورو په اندازه مالي زیان رامنځته شوی دی.
د خپلې غوسې تر سړولو او ساختمان تر تخریبولو وروسته، نوموړی کس په خپل موټر کې تښتیدلی و، خو لږ وروسته یې بیا بیرته ځان پولسو ته وسپاره. نوموړی شخص ملکیتونو ته د تاوان رسولو په جرم تورن شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح