1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیربوک: خلع سلاح او د تسلیحاتو کنټرول اوس تربل هر وخت مهم دی

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

د جرمني خارجه وزیري انالینا بیربوک پر اوکراین باندي د روسیې حملې ته په کتو سره نن دوشنبه سهار په ژنیو کي د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو له شورأ څخه تر لیدو دمخه د خلع سلاح او تسلیحاتو د کنټرول پر اهمیت باندي ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4O2Lj
Schweiz | Sitzung UN Menschenrechtsrates in Genf | Annalena Baerbock
انځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

هغې وویل، «په داسي یوه وخت کي، چي اټومي قدرتونه د ملګرو ملتونو منشور نقضوي، داسي مذاکراتي جلسې، لکه د خلع سلاح په هکله د کنفرانسونو دایریدل تر بل هر وخت مهم دي». په خبره یې په دې لار کي «هر سانتي متر پرمختګ مهم دی». هغې ټینګار وکړ، چي « خلع سلاح او د تسلیحاتو کنټرول زموږ د امنیت مهم جزء او اصل دی». هغې اضافه کړه، «موږ نباید پریږدو، چي ځیني دولتونه زموږ امنیت خراب کړي، دا ځکه چي هغوی ټول هغه مقررات تر پښو لاندي کوي، چي موږ ټولو ته مهم دي».  

Sicherheitsrat der Vereinten Nationen (UN) zu Ukraine
د جرمني خارجه وزیره په ژنیو کي د بیانیې پر وختانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

بیربوک نن په ژنیو کي د خلع سلاح د کنفرانس په جریان کي یوه بیانیه ورکوي. د خلع سلاح او تسلیحاتو د کنټرول په اړه د څو اړخیزو مذاکراتو دغه ډول د روسیې لخوا د اټومي تهدید او ایران او شمالي کوریا مخ پر ډیریدونکي اټومي پروګرام تر سیوري لاندي تر سره کیږي. 
بیربوک په ژنیو کي همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو شورا په ۵۲ مه جلسه کي هم بیانیه ورکوي. د جرمني د زرغون ګوند دغي سیاست مداري شکایت وکړ، چي په ټوله دنیا کي د بشر حقوق تر پښو لاندي کیږي او ځکه نو د دغې شورأ کار هم تر بل هر وخت مهم سوی دی: «بې تفاوته ده، چي که هغه د روسیې لخوا د اوکراین په اشغال سوو منطقو، ایران ، افغانستان او یا بل هرځای تر پښو لاندي کیږي».  

پدې ارتباط یو بل مطلب: ایران ترمځکي لاندي یوې هوايي اډې څخه پرده پورته کړه

بیربوک په ژنیو کي همدارنګه د یمن له پاره د پیسه ورکوونکو هیوادونو په کنفرانس کي هم برخه اخلي. د عربي نیمه جزیرې په دغه ډیر غریب هیواد کي د ۲۰۱۵ م کال کي راهیسي د عربي هیوادو لخوا ملاتړ کونکي حکومتي قواوو او شیعه حوثي یاغیانو تر منځ، کوم چي د ایران لخوا حمایه کیږي، جنګ جریان لري. ملګري ملتونه په یمن کي اوسني بحران ته د ټوله جهان په سطح تر ټولو لوی بشري افت په سترګه ګوري. 
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم: