1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان مظاهرې؛ د قربانيانو کورنۍ د والي محاکمه کول غواړي

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ خرداد ۲۱, جمعه

په بدخشان کې د سه شنبې ورځې په مظاهرو کې ۴ مظاهره کوونکي ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول چې له ټپیانو څخه دوو تنو يې سا ورکړې ده. کابل د شخړې د هوارۍ په موخه يو پلاوی فیض آباد ته استولی دی.

https://p.dw.com/p/3ulPs
Afghanistan Badachschan Provinz | Faizabad Proteste
انځور: AbdulHai Haqj

له کابل څخه بدخشان ته يو پلاوی استول شوی تر څو په فیض آباد ښار کې د ولایت مقام او مظاهره کوونکو تر منځ د وروستي رامنځته شوي تاوتريخوالي په اړه څېړنې وکړي. په دغې پيښه کې د ۳ او ۴ تر منځ مظاهره کوونکي وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي. 

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري دویچه ويله ته وويل چې پلاوی نن جمعه (د جون ۱۱مه) د بدخشان مرکز، فیض آباد ته رسیدلی او په لومړي سر کې يې د قربانیانو له کورنیو او مظاهره کوونکو سره د دوی په تحصن خیمه کې ليدلي دي. هغه وايي پلاوی به تر دې وروسته له ولایت مقام او نورو چارواکو سره هم وګوري. هغه زیاته کړه: «پلاوی تازه راغلی تر اوسه يې په تحقیقاتو کې کوم پرمختګ نه دی شوی يوازې د قربانيانو له کورنيو سره يې کتلي دي.»

نظري زياته کړه چې په دغه کتنه کې: «د قربانیانو کورنيو له راغلي پلاوې څخه د خپلو پخوانيو غوښتنو ترڅنګ، د پيښې د عاملانو او هغو افرادو چې پر مظاهره چیانو يې ډزې کړي، د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.»

د بدخشان اوسیدونکي څه غواړي

Afghanistan Badachschan Provinz | Faizabad Proteste
د سه شنبې په ورځ په فیض آباد ښار کې مظاهرې په تاوتريخوالو واښتېانځور: AbdulHai Haqj

د بدخشان اوسیدونکو د تیرې سه شنبې په ورځ د اوبو، برق او امنيت په برخه کې د ستونزو لرلو په تړاو مظاهرې وکړې، چې په وینا يې کله دوی د ولایت مقام ودانۍ مخې ته ورنژدې شول، د ولایت په ودانۍ کې د موظفو امنيتي ځواکونو له خوا پرې ډزې وشي.

د فیض آباد اوسیدونکي وايي چې دوی له ډيرې مودې راهیسې د اوبو، بريښنا او امنیت په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي خو سیمه ایزه اداره د حل له پاره اقدامات نه کوي او مظاهرې يې هم په ټوپک ځواب کیږي.

په فیض آباد ښار کې مدني فعال عبدالبصير حقجو د جمعې په ورځ دویچه ويله ته وويل چې د سه شنبې ورځې په تاوتریخوالو کې ۴ تنه مظاهره کوونکي ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

حقجو زیاته کړه: «تازه خبره دا ده چې د دغو ټپیانو له ډلې هم دوو تنو يې سا ورکړې چې له دې سره د مظاهرې د شهیدانو شمیر ۶ ته ورسيد.»

ناجي نظري هم مني چې د مظاهرې د ټپيانو له ډلې يو يې تیره شپه مړ شوی او يو بل يې په کندز کې سا ورکړې، خو زیاته يې کړه چې د هغه په اړه لا دقیق معلومات نه لري.

 د بدخشان د والي د محکمې غوښتنه

Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
د بدخشان اوسیدونکي وايي چې له ډيرې مودې راهیسې د بريښنا، اوبو او امنيت ستونزې لرې - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د مدني فعال حقجو په خبره نن د قربانيانو له کورنيو سره د پلاوي د کتنې پر مهال «د بدخشان د والي ذکریا سودا د ګوښه کيدو او د هغه د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.» هغه وويل، دوی ټينګار وکړ چې «ډزې د والي په امر شوي او دوی به يې پر وړاندې تر درېمې محکمې پورې ودریږي.»

په بدخشان کې نن په څلورمه ورځ د خلکو اعتراضونه ادامه لري او اعتراض کوونکو د ولایت مقام مخې ته په څلور لاره کې خپله د تحصن خیمه درولې ده. تر دې وړاندې د نعمت الله په نوم یوه مظاهره کوونکي دویچه ويله ته ويلي ول: «تر هغې چې زموږ غوښتنو [اوبه، بريښنا او امنيت] ته رسیدګي ونشي، خپلو مظاهرو ته به ادامه ورکوو.» خو ناجي نظري وويل کیدای شي اعتراض کوونکي د پلاوي په منځګړيتوب خپلې خیمې ټولې کړي.

د بدخشان د ولایت مقام څه وايي؟

د بدخشان ولایت مقام د ورستيو تاوتريخوالو په اړه په یوه اعلاميه کې مظاهرې او د بیان آزادي د خلکو حق ګڼلی دی. په اعلاميه کې ويل شوي دي: «موږ د بدخشان ولایت متدينو خلکو، په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنيو ته ډاډ ورکوو چې د دغې زړه بوږنونکې پيښې اصلي عاملان به د قانون منګولو ته سپارو.»

Afghanistan Badachschan Provinz | Faizabad Proteste
د بدخشان ولایت مقام په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پيښې عاملان به د قانون منګلو ته سپاريانځور: AbdulHai Haqj

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د بدخشان ولایت يو شمیر اوسیدونکو غوښتل تر څو د سوله ایزو مظاهرو له لارې خپل غږ حکومت ته ورسوي، «خو متاسفانه يو شمیر فرصت طلبه افرادو له دغه مدني حرکت څخه ناوړه استفاده وکړه او د مظاهرو بهیر يې د هیواد د نافذه قوانينو خلاف د تاوتريخوالو پر لور سوق کړ.»

په اعلاميه کې ادعا شوې چې «فرصت طلبه افرادو» د مظاهرې پر مهال د ولایت مقام يو شمیر شعبو او ځينو نورو حکومتي تاسيساتو او د حکومتي کارمندانو موټرو ته چې بهر ولاړ ول، اور اچولی دی. په ټولنیزو رسنیو کې هم ځينې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي موټرو ته اور اچول شوی دی.

د بدخشان ولایت مقام اعلامیې هم په دغو تاوتریخوالو کې د ۳ تنو وژل کيدل تائيد کړي او وېلی يې دي چې په ټپيانو کې ۱۶ يې پولیس دي.

بدخشان ته د مرکزي حکومت د استولي پلاوي مشري د افغانستان د ولسمشر ارشد سلاکار داکتر عبدالودود ثابت کوي.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال