«د بدخشان ولايت مقام مخي ته پولیسو مظاهرچيان وژلي دي»
۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سهشنبهد بدخشان مرکز فیض آباد ښار اوسیدونکی، نعمت الله وايي چې دوی له ډیرې مودې راهیسې له محلې ادارې څخه د امنیت، څښاک اوبه، د سړکونو د رغولو غوښتنه کوي خو څوک يې غږ نه اوري.
نعمت الله چې د نن ورځې (۲۰۲۱م کال د جون ۸) په مظاهرو کې ګډون کړی، دویچه ويله ته وویل، کله چې مظاهره کوونکي د ولایت مقام ودانۍ شاوخوا سل مترۍ ته ورنژدې شول، د ولايت په ودانۍ کې امنتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې. هغه ادعا وکړه چې مظاهرچيان د امنیتي ځواکونو له خوا عمدا په نښه شوي دي: «دوی پر سر او پښو ويشتل شوي، ۶ تر ۷ پورې کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.»
خو د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي چې په دغه تاوتريخوالو کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ تر ۱۵ پورې نور ټپیان دي. نظري دویچه ويله ته وويل: «مظاهره کوونکو غوښتل د ولایت ودانۍ ته داخل شي، پولیس هم مجبور شول پر هغوی يې ډزې کړي دي.»
د ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د مظاهره کوونکو اعتراض پر دي وو چې «ولې په دغه ولایت کې امنيت د څښاک پاکې اوبه او بريښنا نشته.»
د نظري په خبره د پيښې د ټپيانو وضعيت ښه دی او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د قهرجنو مظاهره چيانو او ولایت ترمنځ يو جوړجاړی رامنځ ته کړي.
د ننۍ مظاهرې ګډونوال نعمت الله وايي چې تر هغې چې د دوی غوښتنې ونه منل شي، خپلو مظاهرو ته به ادامه ورکوي. دی وايي له ډير وخت راهیسې فیض آباد د څښاک اوبه نه لري او خلک اړ دي له ليرې ځایونو څخه پر څارويو اوبه راوړي: «د اوبو رسونې شبکه خرابه شوې، حکومت يې نه جوړوي، پیسې دوی حیف و میل کړي.»
هغه په ننني تاوتريخوالو کې د بدخشان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنيت اداري رئيس پړ وګڼل. په وينا يې د ولايت په مقام کې موظف عسکر ناروزل شوي پولیس دي چې د مظاهرو په اصولو نه پوهيږي. دويچه ويله هڅه وکړه چې په دې اړه د بدخشان د ولایت مقام او یا هم د امنيه قوماندانۍ نظر هم ولري خو پر پر له پسې اړيکو سربیره بريالي نشو.
د افغانستان په ولسي جرګې په تیره دوره کې د بدخشان ولايت استازې فوزيه کوفي د بدخشان نننی تاوتريخوالی غندلی دی. کوفي چې اوس د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې مذاکراتو کې د حکومت د سولې مذاکراتي ټيم غړې ده پر خپل ټويټر ليکلي دي: «څنګه کولای شو د امنيتي ځواکونو دغه چلن توجیه کړو؟» هغې زیاته کړې ده چې د بدخشان ولايت ډير ځوانان د افغانستان د امنيتي ځواکونو په لیکې کې فعاله ونډه لري او په هرو لسو وژل شوو عسکرو کې درې يې د بدخشان دي، نو بیا ولې «داسې چلن وشي؟»
په ټولنیزو رسنیو کې هم د بدخشان د نن ورځي تاوتريخجنو مظاهرو انځورونه خپاره شوی دي.
محمد کریم صالح/ن.ز.