1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فارس خليج پر فضا بيا د بي ۵۲ ډوله الوتکو پروازونه

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

د امريکا بي ۵۲ ډوله بم غورځوونکو الوتکو د فارس خليج پر آسمان پروازونه کړي چې موخه يې ایران ته خبرداری ښودل شوی. ظاهراً دغه عملیات د قاسم سلیماني د وژنې د لومړي تلین پر وخت د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي اقدام پر ضد شوی.

https://p.dw.com/p/3nPFx
US Air Force B-52 Bomber
انځور: picture alliance/dpa/C. Griffith

د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۳۰مه) د امريکا دوې سترې بم غورځوونکې الوتکې د شمالي داکوتا له يوې اډې څخه راپورته او د فارس خليج پر آسمان تر دوره وهلو وروسته بیرته خپلې اډې ته ستنې شوې.

دا په تيره يوه میاشت کې د امريکا د هوايي ځواک د بي ۵۲ ډوله ستراتيژيکو بم غورځوونکو الوتکو دوهم پرواز دی چې د فارس خليج پر آسمان يې ترسره کوي. هغه بل پرواز شاوخوا درې اوونۍ مخکې ترسره شوی وو.

اسوشتيد پریس خبري آژانس د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له قوله ليکلي دي چې د دغو عملياتو موخه، ایران ته خبرداری او په سيمه کې د امريکا او د هغوی د متحدانو پر منافعو د ځينو علایمو پر اساس د ایران د پلان شوو حملو له پاره چمتوالی وو.

د سليماني د وژني پر کليزې احتمالي عملیات

دغه پوځي چارواکي چې نوم يې نه دی په ډاګه شوی ويلي دي چې د امريکا کشفي ادارو داسې شواهد تر لاسه کړي چې له يوې غچ اخیستونکې حملې له چمتووالي څخه خبر ورکوي چې ممکن په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر مقر باندې وشي.

د ايران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان، د سپاه پاسداران يو واحد او د ایران لوړپوړو چارواکو، په وروستيو ورځو او د قاسم سلیماني د وژنې لومړنۍ کلیزې ته د نژدې کيدو پر وخت، يو ځل بيا له امريکا څخه پر «سخت غچ» اخيستلو ټينګار کړی دی.

قاسم سليماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ مياشتې پر دريمه نيټه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امريکا د هوايي ځواکونو په يوه حمله کې ووژل شو. دغه حمله د سليماني او د هغه د ملګرو پر دوو موټرو وشوه چې ټول پکې ووژل شول. په وژل شوو کې د حشد الشعبي د ډلې معاون، ابو مهدي مهندس هم شامل وو.

تر دغې پيښې پنځه ورځې وروسته د ایران د سپاه پاسدارن هوايي ځواکونو، د عراق په الانبار ایالت کې د عين الاسد پر اډې او شاوخوا باندې توغندي و ورول چې په نتيجه کې یې هلته ميشتو امريکايي ځواکونو او د هغوی متحدانو ته زیانونه واوښتل خو ځاني تلفات يې نه درلودل.

Iran Trauerzeremonie für getöteten General Soleimani in Teheran
قاسم سليماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ مياشتې په ۳مه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امريکايي ځواکونو په حمله کې ووژل شوانځور: AFPAFP/Office of Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei

تر دغو حملو وروسته، د اوکراين د نړیوال هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه، د تهران له هوايي ډګر څخه تر پرواز لږ وروسته، د ایران د توغنديز دفاعي سیستم له خوا په نښه او راوغورځول شوه. په پيښه کې د اوکراينۍ الوتکې ټول ۱۶۷ تنه سپارلي ووژل شول.

د عراق پر عین الاسد د توغندويزې حملې په شپه، د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د امریکا د ځوابي حملې له پاره د تیارسی په حال کې ول، خو ايراني چارواکو د جنګي شرايطو باوجود، د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه بند کړي نه ول.

که څه هم ايراني چارواکي له واقعيت څخه خبر ول، خو تر درو ورځو پورې يې د اوکرايني الوتکې د راغورځولو علت نه په ډاګه کاوه. بالاخره د هوايي ځواکونو قوماندان، اميرعلي حاجي زاده د دغې تيروتنې مسئوليت پر غاړه واخیست. هغه وويل چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو، اوکرايني مسافر وړونکې الوتکه «په اشتباه کروز توغندي تشخيص کړې وه» او پرې يې ډزې وکړې.

«سخت غچ» او د اوکرايني مساپر وړونکې الوتکې راغورځول

د امريکا د پوځ لوړپوړي چارواکي اسوشېتيد پریس ته وويل چې د ايران له لورې د امريکا او د هغوی د متحدانو پر منافعوو د احتمالي حملو نخښې نښانې تعقیب شوې او دغه وضعيت د قاسم سلیماني تر وژل کيدو وروسته په لا جدي توګه ارزول کيږي. په وروستيو ورځو او اوونيو کې د امريکا او ايران روابط لږ تر لږه د لفظي حملو له مخې ډير ترينګلي شوي دي.

د دونالد ترمپ حکومت يو شمیر غړو ويلي دي چې د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو احتمال، په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ د حضور تر وروستۍ ورځې پورې هم شته.

پر دې سربيره، امريکا وايي چې په بغداد کې د امريکا متحده ايالاتو پر سفارت او د هغه پر شاوخوا باندې وروستۍ راکټي حمله، د ايران پلوه ملیشو کار دی. دونالد ترمپ تيره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې که په عراق کې يو امريکايي وژل کيږي، مسئول به يې ايران وي.

د ايرنا خبري آژانس په حواله، حسن روحاني د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د ترمپ د حکومت پلاوی او د امريکا خارجه وزير مايک پمپئو، د سلیماني د وژنې اصلي مسئولان وبلل. روحاني په عين وخت کې وويل چې له امريکا څخه «وروستی غچ» به په سیمه کې د امريکا د پوځي حضور پای وي.

په ورته وخت کې په سیمه کې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام)، يوه اعلاميه خپره کړې. په اعلاميه کې د فارس خليج په آسمان کې د امريکايي بم غورځوونکو الوتکو پروازونه، د «هر ډول جنګ طلبۍ پر وړاندې مقابلې» له پاره چمتووالی ښودلی دی.

د ايران پیغام: موږ د تاوتريخوالي په لټه کې نه يوو

Iran Kommandeur Al-Kuds-Brigaden General Ghassem Soleimani
قاسم سلیماني د ایران له رهبر، علی خامنه يې ترڅنګ - آرشيفانځور: ravapress.ir

په عراق کې د ايران پلوه ملیشو فعاليتونه د عراقي چارواکو او شخصيتونو له غبرګون او نيوکو سره مخ شوي دي. شیعه مذهبه روحاني، مقتدي صدر، چې په عراق کې ډير نفوذ لري، په ورستيو کې يې «له ايران او امریکا څخه د وروستۍ غوښتنې» تر سرليک لاندې له ايران څخه غوښتي ول چې له عراق څخه دې له امریکا سره د خپلې جګړې میدان نه جوړوي او له دغه کار څخه دې لاس واخلي.

عراقي رسنيو د دسمبر پر ۲۵مه تهران ته د ابوجهاد هاشمي له ناپلان شوي سفر څخه خبر ورکړ چې ظاهراً له ورستيو تحولاتو سره بې اړيکو نه وو. هاشمي د عراق پخوانی صدراعظم او د اوسني صدراعظم سلاکار دی.

ځینو رسنيو ادعا کړې ده چې د مصطفی کاظمي ارشد سلاکار، تهران ته د خپل سفر پر مهال، د حشد الشعبي ملیشه يي ځواکونو ته چې د ايران له خوا يې ملاتړ او تجهیز کيږي، يو پيغام له ځانه سره وړی دی. دغه راز ويل شوي دي چې دغه سفر د امريکا په غوښتنه شوی او ایران د عراق د لومړي وزير د پلاوي په لاس پیغام استولی دی چې په سیمه کې د تاوتريخوالي په لټه کې نه دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، سعيد خطیب زاده، د دسمبر پر ۲۸مه تهران ته د ابوجهاد هاشمي سفر تائيد کړ. سربيره پر دې چې دغه سفر له مخکې نه وو اعلان شوی، خو خطيب زاده وويل چې دا ډول سفرونه «یو عادي او مروج امر» دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند په دغه غونډه کې د امريکايي چارواکو د هغو ادعاو په اړه چې په بغداد کې د ايران پر سفارت او د هغه پر شاوخوا شوې حمله کې د ايران پلوه ملیشو لاس دی، وويل چې په دې ارتباط د ایران دريځ روښانه دی او ايران له «مختلفو لارو» دغه پیغام ليږدولی چې «موږ د تاوتريخوالو په لټه کې نه یوو.»

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.