1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاتریش

د اتریش ټاکنې؛ ښی اړخه پاپولیست گوند مخکی دی

۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبه

د اتریش په پارلماني انتخاباتو کي د«اتریش د آزادۍ غوښتونکي گوند» ښي اړخه پاپولیسټان په ترټولو پیاوړي ځواک واوښتل. خو يوگوند هم له هغوی سره ائتلاف ته حاضر نه دی.محافظه کارواو سوسیال ډیموکراټانو دوهم او دریم ځایونه خپل کړل.

https://p.dw.com/p/4lE2K
هربرت کيکل
د اتریش د ښي اړخه پوپولیستانو د گوند مشر ، هربرت کیکلانځور: Heinz-Peter Bader/AP Photo/picture alliance

د اتریش پارلماني انتخابات د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴ م کال د سپتمبر ۲۹) ترسره سول. د دغه هیواد شاوخوا ۶،۴ میلیونه وگړو ته په دغو ټاکنو کي د گډون له پاره بلنه ورکړل سوې وه.

د وروستیو نتایجو له مخې، د هربرت کیکل په مشرۍ د«اتریش د آزادۍ» په نوم ښي اړخه پاپولیست گوند د ۲۹،۲ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو مخکی دی چي د ۲۰۱۹ کال دټاکنو  په پرتله یې ۱۳ سلنې زیاتې رایې په لاس راړوي دي.

د اوسني صدراعظم ، کارل نهامر په مشرۍ د «اتریش د خلکو (ÖVP) » محافظه کاره گوند، د ۲۶،۲ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره دوهم ځای ونیو چي د ټاکنو د تیرې دورې په پرتله یې خپلې ۱۱،۲ سلنه رایې له لاسه ورکړې. داسي ښکاري چي دغه خاکستري رنگه گوند ښي اړخو ته تمایل پیدا کړی وي.

د اتریش سوسیال ډیموکراټ گوند  (SPÖ) د ۲۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دریم ځای ونیو او د تیرو ټاکنو په پرتله یې شاوخوا دوه پر لسمه رایې له لاسه ورکړي دي.

زرغون گوند چي په اوس وخت کي د صدراعظم کارل نهامر له گوند یعني محافظه کارانو سره د حکومت په ائتلاف کي شامل دی، د ۸،۲ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره چي (۵،۷ سلنې رایې یې له لاسه ورکړې) او لیبرالانو «نئوس» سره چي ۸،۹ سلنه رایې یې گټلي، پارلمان ته ننوتل.

د اتریش د بیرو گوند (Bierpartei) او همدارنگه کمونیست گوند  (KPÖ) په ښکاره توگه ونه سوای کولای څلور سلنه حد ځانته تضمین کړي او په دې ډول پارلمان ته له داخلیو څخه پاته سول.

حتی که د «اتریش  د آزادۍ غوښتونکي FPÖ » په نوم ښي اړخه پاپولیست گوند د پارلمان په تر ټولو پیاوړي گوند هم بدل سي، خو د دغه گوند د جنجالي مشر هربرت کیکل د افراطي سیاسي دریځ په پام کي نیولو سره د دې ضمانت نسته چي هغه به وکولای سي د حکومت د جوړولو او خپل راتلونکي صدراعظم د ټاکلو له پاره یو ائتلافي شریک پیدا کړي.

سربیره پردې، له زرغون گوند څخه ولسمشر الکساندر فان در بلن، هم کولای سي د حکومت د جوړولو له پاره کیکل ته له دندې ورکولو ډډه وکړي.

د اتریش د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، کیدای سي چې فدرالي ولسمشر، چې په مستقیم ډول د خلکو له خوا ټاکل کیږي د «اساسي قانون له مخې له بشپړې آزادۍ څخه برخمن دی» او له همدې کبله مجبور نه دی چي له یوه قوي فراکسیون څخه کوم کاندید وټاکي.

د وروستیو خبرونو له مخې، نورو گوندونو د یوه حکومت د جوړولو له پاره له ښي اړخه پاپولیستي گوند سره د ائتلاف جوړول رد کړي دي. د دې امکان سته چي اوسنی محافظه کاره صدراعظم کارل نهامر به هڅه وکړي، په لومړي ځل له سوسیال ډیموکراټ او لیبرالانو سره یو درې گوندي ائتلاف جوړ کړي.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

GP/NZ/DW.Online Farsi