استراليا: په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو خطرناک سيلابونه
په استرالیا کې داسې سيلابونه راغلي چې په تیرو سلونو کلونو کې يې ساری نه وو ليدل شوی. په ځينو سیمو کې کورنه نیمايي په اوبو کې ډوب شوي او سړکونه ورک دي. انځورنه يې وګورئ!
خلک حيران دي چې څه وکړي
د استرالیا په ختيځ کې پروت، نوي سويلي ويلز ایالت کې د ډيرو ورښتونو رپوټونه ورکول کيږي. د دغه ایالت صدراعظمې، ګلديس برجیکلیان ويلي دي چې په سیمه کې يې په تیرو سلو کلونو کې داسې سيلابونه نه ول راغلي.
امن سیمو ته د خلکو انتقال
استرالیايي چارواکو رسنیو ته ويلي دي چې د دوشنبې ورځې له سهاره يې له سیلابه اغیزمنو سیمو څخه د خلکو د ايستلو عملیات پيل کړي چې تر اوسه پورې يې ۱۸ زره کسان امن ځایونو ته انتقال کړي دي.
مالي زیان
چارواکو د یاد ایالت ۱۷ سيمې د ځپل شوو سیمو په توګه يادې کړي دي. په دغو سیمو کې تر ۲۰۰ زيات ښوونځي تړل شوي او په زرونو اوسیدونکي يې امن سیمو ته لیږدول شوي دي.
حیرانتیا او تعجب
د يکشنبې په ورځ سيدني ښار ته څيرمه په دغه سیمه کې ځايي خلک د سيلاب نندارې ته رواتلي چې یو سړک يې لاندې کړی. چارواکو ويلي دي چې د دغه ښار په ځينو سیمو کې ډېر بارانونه شوي دي.
د کرونا ويروس د واکسيناسیون پروسه
د استراليا روغتيايي چارواکي وايي چې په سیدني او شاوخوا سیمو کې د شدیدو سيلابونو له کبله د کرونا واکسيناسیون پروګرام هم نه دی عملی شوی. په استرالیا کې همدا نن دوشنبه د مارچ ۲۲مه د کرونا ويروس ضد واکسیناسیون پروسې لومړنی پړاو پيليدونکی وو.
ځاني تلفات نشته
د استرالیا د هوا پيژندې ادارې د هوا حالات د «انديښنې وړ» ښودلي، خو وايي چې د اوونۍ تر پايه به هوا بيرته ښه شي. تر اوسه د سیلابونو او ورښتونو له کبله د ځاني تلفاتو خبره نه ده شوې.
احتمالي خطرونه
استرالیايي چارواکو «د ژوندانه د بالقوه ګواښ» څخه خبرداری ورکړی. چارواکي وايي چې د خلکو له خوا يې د مرستې په زرونو تيلفوني تماسونه ترلاسه کړي دي.
يوازې لوی موټرونه
په نوي سويلي ويلز ايالت کې ډېر سړکونه اوبو لاندې کړي. په ځينو برخو کې يوازې لوي موټرونه کولای شي تګ راتګ وکړي.
پارکونه هم اوبو لاندې کړي
د سيدنې ښار شمال ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې دغه تفريحي پارک هم اوبو لاندې کړی دی. ويل شوي چې په دغې سیمه کې تر ۲۰۰ ميلي مترو پورې ورښتونه شوي دي.
اورلګيدنه سيلاب
په استرالیا کې اوسني سيلابونه په داسې حال کې راوتلي چې يو کال مخکې د دغه هیواد په ځنګلونو کې ستر اورونه لګیدلي وو چې ډېر وخت يې دوام درولود.