1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

کاناډا: د مسلمانې کورنۍ شکمن قاتل ته د ترهګرۍ دوسیه

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

دغه اقدام له هغه وروسته کیږي چې د کاناډا لومړي وزیر هم ویلي ول چې دا ترهګریز برید دی او د کرکې د انګیزې له مخې شوی دی. یوه ځوان پر یوې مسلمانې کورنۍ موټر ورځغلولی وو او څلور کسان یي وژلي ول.

https://p.dw.com/p/3uvOY
Kanada Trauer um getötete muslimische Familie
انځور: Carlos Osorio/REUTERS

د کاناډا دولتي وکیلانو ويلي دي، هغه شل کلن کس چې د همدې میاشتې په لومړیو کې يې د یوې کورنۍ پر غړو د موټر ور ځغلولو او د همدې کورنۍ د څلورو غړو په وژنې تورن دی، پر وړاندي يې د ترهګرۍ دوسیه هم ثبت شوې ده.

د جون میاشتې پر ۶ نېټه د کاناډا د انتاریو ایالت په لندن ښار کې د یوې پاکستاني الاصله کورنۍ غړو د سړک پر غاړه قدم واهه چې یوه ځوان پرې خپل لارۍ موټر ور وخیژوه.

په دې پيښه کې یو ۴۶ کلن، د هغه ۴۴ کلنه مېرمن، ۱۵ کلنه لور او ۷۴ کلنه مور د پيښې په ځای کې ووژل شول. په دې پيښه کې د وژل شوي کس یو ۹ کلن زوی هم ډیر سخت ټپي شوی وو چې اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی.

د قرباني شوې کورنۍ خپلوانو ویلي دي چې دغه کورنۍ ۱۴ کاله مخکې کاناډا ته راغلې وه.

د دې قضیې په اړه چارواکي څه وايي؟

پولیسو د دې قضیې په اړه یوه اعلامیه کې ویلي دي: «مرکزي او ایالتي محکمو د تورن کس پرضد د ترهګرۍ د تور پر بنسټ اجراتو پيلولو موافقه کړې ده چې قتل او د قتل اقدام کولو کوښښ هم ترهګریز عمل دی».

د پولیس وايي چې د شکمن مجرم نتهانئیل ویلتمین، دغه اقدام عمدي او په آګاهانه ډول یي مسلمانان په نخښه کړي دي. پر دغه کس د ترهګرۍ دوسیې تر څنګ د لومړۍ درجې قتل او قتل کولو اقدام څلور تورونه هم لګول شوي دي.

Kanada Trauer um getötete muslimische Familie
په کاناډا کې هم د دغه برید پر ضد مظاهرې وشوېانځور: Carlos Osorio/REUTERS

د پولیسو په حواله تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې تورن کس دې مخکې تر دې له کومې افراطي ډلې سره اړيکي درلودلي وي او یا یې هم کوم جرم کړی وي.

د دوشنبې په ورځ کله چې نوموړی محکمې ته وړاندې کړای شو، ویې ویل چې تر اوسه پورې کوم مدافع وکیل نه لري. محکمې د راتلونکي استماعیه غونډې نېټه د جون میاشتې ۲۱ اعلان کړې ده.

د چارواکو غبرګون

د کاناډا ډیرو چارواکو دغه برید سخت غندلی دی. لوموړي وزیر جستن ترودو، پارلمان ته پخپله وینا کې دغه برید د کرکې د انګیزې له مخې ترهګریز برید سره تعبیر کړی وو.

مرستیال لومړۍ وزیرې کرستیا فري لند، د ترهګرۍ دوسیې د ثبتولو په اړه وویل: «زموږ له پاره اړینه ده چې دې ته د ترهګرۍ نوم ورکړو... او زموږ له پاره دا هم ضروري ده چې په دې خبره ځان پوه کړو چې د سپین پوستو د برلاسيتوب له مفکورې څخه کاناډا او د کاناډا خلکو ته څومره لوی خطر متوجه دی.»

په کاناډا کې د مسلمانانو شورا «این سي سي ایم» هم د دې پریکړې هرکلی کړی دی چې دا برید د ترهګرۍ دوسیې په توګه ثبت شوی دی.

په کاناډا کې مخکې تر دې هم دا ډول بریدونه شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې یو ځوان کیوبیک سټي ښار کې په یوه جومات کې پر خلکو ډزې کړې وې. په هغه پيښه کې ۶ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز