1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه او یونان تر پنځو کالو چوپتيا وروسته بیرته خبري سره کوي

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

ترکیه او یونان به په دوشنبې تر پنځو کلونو چوپتیا او تشنج وروسته د آژه بحیرې پرسر بیرته خبري پیل کړي. د خبرو یوه اصلي اجنډا به هلته د تیلو د راایستلو او د هغه څخه د استفادې پرسرهم وي، خو د هغه څخه ډیر انتظارات نه کیږي.

https://p.dw.com/p/3oMhn
Griechenland, Thessaloniki: Konflikt zwischen Griechenland und der Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/G. Moisiadis

د ناټو د دغو دواړو غړو هیوادونو ترمنځ خصوصأ د یوه کال راهیسي د مدیترانې په شرقي برخه کي د تیلو د راایستلو پر سر سخت اختلاف او تشنج موجود ؤ. په آژه بحیره کي د تیلو د پیدا کیدو راهیسي د هغه څخه د استفادې پر سر د دواړو هیوادو ترمنځ سخت کشمکشونه رامنځته سول، چي حتي یوه جنګي فضأ یې په منځ کي حاکمه او هلته یې جنګي کښتۍ ورولیږلې. د همدې شخړي په جریان کي اروپايي ټولني پر ترکیې باندي بندیزونه وضع کړل.

په همدې حال کي بیا قبرس هم ددغو تیلو څخه د استفادې کولو ادعأ کوي.

خو نن دوشنبه (د جنورۍ ۲۵ مه) به هغوی دواړه تر پنځو کلونو چوپتیا او تر منځ یې خبرو نه کولو وروسته ددغه زاړه اختلاف پر سر د ۶۱ م وار لپاره بیرته خبري شروع کړي. داسي خبري چي تر یوه کال سخت تشنج او حتی جنګي حاکم حالت وروسته به د دواړو هیوادونو په ګټه او فضأ د سمیدو سبب سي.

 

اروپايي ټولني، ناټو او امریکا متحده ایالاتو د دواړو هیوادو ترمنځ د خبرو د بیرته شروع کیدو څخه هرکلی کړی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي خبري لا بیخي ابتدايي او غیر رسمي شکل لري او په حقیقت کي د اصلي خبرو د شروع کیدو په خاطر یو تیاری دی. خو دا یوه ښه موقع ده، چي اتن او انقره په ارتباط کي سره پاته سي، که په خپل منځي خبرو کي یې پرمختګ هم رامنځته نسی.

Zypern I Staatsbesuch von Präsident Recep Tayyip Erdoğan
انځور: Mustafa Oztartan/Presidential Press Office//REUTERS

د ترکيې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان په دې اواخرو کي د اروپايي ټولني سره د مناسباتو د سمیدو هیله ښکاره کړې ده. سیاسي ناظرین د تشنج د راکمیدو دغه کوښښونه د امریکا په متحده ایالاتو کي د حکومت د تغیر نتیجه هم بولي. د امریکا نوی جمهوررئیس، جوبایدن د پخواني جمهوررئیس ترمپ په مقایسه د ناټو غړي هیواد ترکیې ته په انتقادی نظر سره ګوري.

ددې ترمخه په ۶۰ م پړاو خبرو کي ددواړو هیوادو ترمنځ د اختلافو کوم حل رامنځته نه سو. د ترکیې خارجه وزیر، مولوت چاوش اوغلو د جرمني د خارجه وزیر، هایکو ماس سره د ګډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل: «موږ به پر هغو خبرو باندي بحث وکړو، چي په تیرو خبرو کي مو پرې بحث کړی ؤ.»

Japan Maas spricht bei G20-Treffen mit Cavusoglu
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د تیر ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کي د یونان د ساحل مخته د تیلو د استفادې پر سر اختلافاتو په دلیل د اروپايی ټولني دولتي او حکومتي مشرانو د ترکیې پرضد بندیزونه وضع کړل. تر بندیزونو وروسته چاوش اوغلو اعلان وکړ، چي د بندیزونو څخه بیره نه لري، خو په نظر کي لري، چي د اروپايی ټولني سره«مثبته فضأ» وساتي او په دې خاطر نور نه غواړي د اروپايي ټولني غړي هیوادو سره تشنج رامنځته کړي. تر دغه اعلان وروسته اروپايي تولني هم د ترکیې پرضد سخت تعزیرات د همدې کال مارچ میاشتي ته وځندول. څنګه چي په ترکیه کي اقتصادي بحران جریان لري، نو د اروپايي ټولني تعزیرات کیدلای سي دغه بحران نورهم شدید کړي.

د تشنج راکمیدو کوښښونه

د یوناني اړخ لپاره دا مهمه ده، چي په آژه بحیره، خاصتأ د مدیترانې په شرقي برخه کي د همسایه هیواد ترکیې سره تشنج راکم سي. دا اول وار دی، چي د ترکیې ـ یونان ترمنځ اوسنیو خبرو د جریان څخه د یونان عامه اذهان هم تر یوه حده پوري خبریږي او رسنی به ورباندي تبصرې وکړي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم: