1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاهور کې بمي بريد ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

د لاهور په آنار کلي بازار کې د پنجشنبې په ورځ د يوه بمي بريد په پايله کې دوه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي. د پنځوو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.

https://p.dw.com/p/45qP9
Pakistan | Anschlag in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د لاهور د ګڼه ګوڼې په دې بازار کې د بمي بريد پړه د « Baloch Nationalist Army» يا بلوچ ناسيوناليست پوځ ډلې منلې ده. د دغه ډلې يوه وياند د تويتر له لارې د بريد د ترسره کولو ادعا کړې ده.

د لاهور د پوليسو وياند رانا عارف د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «لومړۍ پلټنې ښيي چې د پېښې علت يو ريموټ کنترول بم وو چې په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی وو.»

پېښه د پنجشنبې په ورځ د لاهور په يوه زاړه بازار آنار کلي کې رامنځته شوې ده او يو شمير موټر سايکلونه او دوکانونه یې ويجاړ کړي دي.

د چارواکو په حواله په چاودونه کې يو نهه کلن ماشوم هم وژل شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د دفتر يوه وياند وويل چې خان پر پېښه سخته خواشيني څرګنده کړې ده.

د بلوچ ناسيوناليست آرمي په نوم ډلې يوه وياند د تويتر له لارې ويلي چې د بمي بريد مسئوليت دوی پر غاړه لري. په دې تړاو يوه تويت کې ويل شوي: «د بريد هدف د بانک کارکوونکي ول. ډېر ژر به په دې اړه يوه مفصله اعلاميه خپره شي.»

د پاکستان په کانونو غني ایالت بلوچستان چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، د پاکستان له څلور ايالتونو څخه د مساعت له اړخه تر ټولو ستر ایالت دی، خو ډېر لږ نفوس لري چې له اوږدې مودې راهيسې د دغه ایالت د ګازو او نورو معادنو د غير عادلانه ويش له کبله شکایتونه کوي.

Pakistan | Anschlag in Lahore
چادونه په داسې مهال رامنڅته شوې چې په بازار کې د خلکو ډېره گڼه گوڼه وهانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

چين هم په دغه سيمه کې د »چين او پاکستان د اقتصادی دهلیز« پروژې په ترڅ کې د چين د سنکيانګ ايالت او د پاکستان د ګوادر بندر د نښلولو له پاره د زيربنا د رامنځته کولو او همدا راز د انرژۍ او ترانسپورت د آسانتیاوې برابرولو په موخه ۵۴ ميليارده ډالره پانګونه کوي.

بلوچ بيلتون غوښتونکو تر دې دمخه هم پر دې پروژه د بريدونو ادعاوې کړي دي او د پاکستان حکومت د تاوتريخوالي دمخنيوي په موخه په سيمه کې په زرونه امنيتي پرسونل ځای پر ځای کړی دی.

د پنجاب ایالت په دې مرکزي ښار لاهور کې له تقريباً تېر يوه کال راهيسې کومه خونړۍ پېښه نه وه رامنځته شوې. په دې ښار کې وروستی خونړۍ بريد تېر کال په جوهر ټاون نومي سيمه کې شوی وو. هغه مهال د پوليسو په ګډون درې کسان وژل شوي ول او نور ۲۱ کسان ټپيان شوي ول.

پاکستان د تېر میلادي کال له دسمبر میاشتې راهيسې چې د پاکستان تحريک طالبان ډلې او حکومت ترمنځ د اوربند يو مياشتنی تړون پای ته ورسېد، د دې ډول بريدونو شاهد دی.

دغه ډله هم په دې وروستيو کې د يو شمير بريدونو مسئوليت پر غاړه اخلي. د پاکستان تحريک طالبان ډلې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د خونړيو ډزو مسئولیت منلی وو. په اسلام آباد کې د کلکو امنيتي تدابيرو له کبله دا ډول پېښې ډېري نادرې دي.

اسلام آباد: یو پولیس وژل شوی او دوه ټپيان دي

د دوشنبې شپې په دې بريد کې د پاکستاني طالبانو دوو وسله والو چې پر موټر سايکل سپاره ول، د پوليسو پر يوې پوستې ډزې کړې وې. په دې بريد کې د پولیسو يو افسر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله دواړه بريد کوونکي هم د پوليسو له خوا وژل شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)