1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمونزویلا

متحده ايالاتو په ونزويلا کې هوايي بريدونه کړي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ دی ۱۳, شنبه

د ونزویلا په پلازمېنه کراکاس کې د الوتکو د ټيټو پروازونو او لږ تر لږه د ۷ چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د ونزوېلا حکومت پر امریکا تور لګولی چې په مختلفو ځایونو کې ېې ملکیان او پوځي تاسیسات په نخښه کړي دي.

https://p.dw.com/p/56GFs
په ونیزوېلا کې شنبه د جنوري ۳مه شپې شاوخوا ۲ بجې د چاودنو غږونه واورېدل شول او ډېرو ځایونو کې خلک کوڅو ته راووتل
د ونیزویلا په پلازمېنه کراکاس کې د الوتکو د ټيټو پروازونو او لږ تر لږه د ۷ چاودنو غږونه اورېدل شوي ديانځور: Matias Delacroix/AP Photo/picture alliance

د ونزوېلا ولسمشر د جمعې په ورځ ويلي و چې امریکا متحده ایالاتو په دغه هېواد کې د حکومت د بدلون په لټه کې دی.

د دغه هېواد په پلازمېنه کراکاس کې د ېوې پوځې اډې له یو زېرمتون څخه لوږی د پورته کېدو په حال کې ليدل کيږي او د پوځ پر يو بل مرکز برېښنا قطع شوې ده. په ورته وخت کې د امریکا د هوايي چلند فدرالی ادارې د ونیزوېلا پر هوايي حریم د امریکا د تجارتي پروازونو د بندېدو اعلان کړی دی.

همدارنګه سهار وختي د امریکا په شرقي ساحل کې د «اف اې اې» د خبرداري الارم هم وغږول شو کوم چې د امريکا د ټولو تجارتي او شخصي الوتکو پېلوټانو ته د ونزوېلا او ورته د نژدې کوچني جزیره اي هېواد، کوراسائو، پر سر د نه پرواز کولو معنی ورکوي.

د ونزوېلا حکومت په یوه اعلامیه کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د ملاتړ له پاره واټونو ته راووځي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې ولسمشر نيکولاس مادور «ټول ولس ته د ټولو دفاعي برنامو د اجرا امر کړی دی.» 

مخکني معلومات

اسوشتید پریس له کراکاسه لیکي چې د چاودنو غږونه شپې په ځایي وخت شاوخوا ۲ بجې اورېدل شوي، خو زیاتوي چې روښانه نه ده چې چاودنې د څه وې. سرچينه زیاتوي چې په سملاسي توګه د ونیزوېلا حکومت او سپینې ماڼۍ په دې تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د ډېرو ځایونو اوسېدونکي کوڅو ته راووتل او منډې ېې وهلې چې یو شمېر ېې په خپله کراکاس کې هم له نژدې او لرې ليدل شوي دي.

دغه وضعیت داسې وخت پېښیږي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ په ورستیو ورځو کې په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق پر مشکوکو کښتیو بریدونه کوي.

د ونزوېلا ولسمشر، نیکولاس مادورو په امریکا متحده ایالاتو کې د مخدره موادو پر تروریزم تورن دی او په وروستیو کې واشنګټن د کراکاس پر ضد څرګندونې کړي دي.

د جنوبي امریکا دغه هېواد د جمعې په ورځ وویل چې چمتو ده له واشنګټن سره د مخدره موادو د قاچاق موضوع د حل و فصل له پاره مذاکرات پیل کړي.

وینزوېلا کې د شبنې شپې چاودنو پر مهال خلک کوڅو کې د تېښتې په حال کې لېدل کیږي
د وېنزوېلا حکومت پر امریکا تور لګولی چې په مختلفو ځایونو کې ېې ملکیان او پوځي تاسیسات په نخښه کړي ديانځور: Matias Delacroix/AP Photo/picture alliance

مادورو په یوه ثبت شوې مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې متحده ایالات په ونزوېلا کې د حکومت د بدلون په لټه کې دی تر څو ېې د نفتو سترو زېرمو ته لاسرسی پیدا کړی.

 تېره اوونۍ د ونزوېلا په هغه علاقه کې چې ویل کیږي د مخدره موادو د قاچاق کونکو کښتیو د تمځای په توګه کارول کيږي د ډرون حمله وشوه. اسوشتید پریس ليکي داسې برېښي چې د دغې حملې ترشا د امریکا د جاسوسي اداره سي آی اې لاس وي.

دغه آژانس زیاتوي د ډرون دغه حمله له سپتمبر مېاشتې راپدېخوا چې امریکا د مخدره موادو پر مشکوکو کښتیو بریدونه پیل کړي، د ونزوېلا په خاوره کې لومړنی مستقیم برید دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له مېاشتو راپدېخوا ګواښ کړې چې ډېر ژر به د ونزویلا په خاوره کې د اهدافو د په نخښه کولو امر ورکړي. امریکا همدارنګه د ونزوېلا د نفتو پر ټانکرونو تحریمونه لګولي دي.

د ایران دولتي تلویزیون هم ويلي چې د شنبې ورځې چاودنې په پلازمېنه کراکاس کې شوي دي. ایران له کلونو راپدېخوا له ونيزوېلا سره نژدې پاته شوی دی. دغه نژدې والی تر ېوه حده په دې دلیل دی چې دواړه هېوادونه امریکا متحده ایالات خپل مشترک دښمن ګڼۍ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل