1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناروې کي د رد سوو مهاجرو په اړه د محکمې پریکړه

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني عالي محکمې ویلي چي که په ناروې کي د یوه پناه غوښتونکي غوښتنه رد سوې وي او د اروپايي ټولني په نورو هیوادونو کي یې یو وار بیا د پناه غوښتنه کړې وي، دغه هیوادونه باید نوموړې غوښتنه له سره په بشپړ ډول وارزوي.

https://p.dw.com/p/3tuNf
Luxemburg | Europäischer Gerichtshof: EuGH-Urteil zum ungarischen NGO-Gesetz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Immanuel Bänsch

د آلمان یوې محکمې د اروپا له عالي محکمې څخه غوښتنه کړې وه چي که په ناروې کي د یوه پناه غوښتونکي عریضه رد سوې وي او د اروپايي ټولني په يوه هیواد کي یو وار بیا د پناه غوښتنه وکړي، نو د هغه له دوسیې سره باید څه ډول چلند وسي.

د اروپايي ټولني د عالي محکمې د پریکړي له مخي چي د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۰ مه) خپره سوه، پکښې راغلي دي چي که په ناروې کي يو رد سوی مهاجر د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو په يوه کي د پناه غوښتنه وکړي، نو دا به یوه «تعقیبي غوښتنه» نه، بلکي یوه نوې غوښتنه وي چي له سره باید ارزیابي سي.

دا موضوع ځکه پیچلې ده چي ناروې د اروپايي ټولني غړی نه دی، خو د هغه تړون په چوکاټ کي چي د اروپايي ټولني، ناروې او آیسلنډ ترمنځ لاسلیک سوی دی، د دغي ټولني د پناه غوښتني په سیستم کي ونډه لري.

محکمې ویلي دي چي بیا هم د پناه غوښتني په قضیو کي سړی نه سي کولای، ناروې د اروپايي ټولني له غړو هیوادونو سره هم سطحه وبولي.

د آلمان د شلیسویگ -هولشټاین ایالت اداري محکمې، د اروپا عالي محکمې ته مراجعه کړې او د غیر اروپايي ټولني د غړو هیوادونو په اړه یې د «تعقیبي غوښتني» په باره کي د توضیح ورکولو غوښتنه کړې وه.

Syrische Flüchtlinge in Norwegen
په ناروې کي د سوریایی مهاجرو یوه کورنۍانځور: picture-alliance/dpa/H. Junge

«تعقیبي غوښتنه» هغه بهیر ته ویل کیږي چي یو رد سوی مهاجر د پناه غوښتني په دلیل کي د بدلون له امله یو وار بیا د پناه غوښتنه وکړي.

د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کي، که د یو چا د پناه غوښتني په تعقیبي عریضه کي نوي دلایل وجود و نه لري، نو دغه غوښتنه غیر مجاز بلل کیږي او رد کیږي. د اروپايي ټولني د عالي محکمې د قاضیانو په خبره، دغه کار د ناروې په اړه صدق نه کوي.

دغه قضیه په ځانگړي ډول د هغه ایراني پناه غوښتونکي په اړه ده چي په ۲۰۰۸م کال کي یې په ناروې کي د پناه غوښتنه کړې وه. خو د آلمان ادارو د هغه غوښتنه «د پناه تعقیبي غوښتنه» وبلله او هغه یې رد کړې ده.

GP/NZ/AG