1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

رپوټ: اکثره مهاجرین په جرمني کي پناه ورکوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د یوه رپوټ پراساس اروپايي ټولنې ته راغلي اکثریت ماجرینو سږکال په جرمني کي پناه ورکړې ده. تر هغه راوروسته فرانسې او هسپانیې ته ډیر ماجرین ورغلي.

https://p.dw.com/p/3sXbF
Deutschland Asylpolitik | nigerianische Botschaft in Berlin | Polizeisperrung
انځور: Dirk Sattler/imago images

د المانۍ ورځپاڼي ویلټ ام زونټاګ د پرون شنبه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) انلایني رپوټ په حواله د همدې کال د جنورۍ میاشتي د شروع څخه د اپریل تر دریمي نیټې پوري ۲۶۲۴۰ کسانو په جرمني کي د پناه غوښتنلیکونه ورکړي دي.

نوموړي ورځپاڼي دغه رپوټ د اروپايي ټولنې د کمیسارۍ د معتبرو اسنادو په حواله ورکړی او لیکلي، چي د دغو مهاجرو ۴۱ فیصده سوریایان، ۱۴ فیصده یې افغانان او ۷ فیصده یې عراقیان دي.

په مجموع کي د همدې کال په اوله ربع کي په اروپايي ټولنه، سویس او ناروې کي ۱۰۲۶۷۴ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده، چي دا د تیرکال عین وخت په مقایسه یو پر دریمه کسان کم ښيي. ورځپاڼي د نورو تر څنګ د مهاجرینو د دغه کموالي علت د کرونا بحران بللی دی.

Deutschland Symbolbild Asylantrag
انځور: C. Ohde/blickwinkel/McPHOTO/picture alliance

د همدغي ورځپاڼي د یوه بل رپوت په حواله د جرمني حکومت یونان ته د هغو مهاجرینو د مصارفو د ورکولو پیشنهاد کړی دی، چي په یونان کي قبول سوي او بیا جرمنی ته راغلي دي، پدې شرط چي هغوی بیرته واخلي.

د رپوټ په حواله په هغه صورت کي چي یونان دغه مهاجرین بیرته واخلي، د جرمني حکومت اماده دی په یوناني هوټلونو کي د هغوی د اوسیدو مصارف پرغاړه واخلي. 

ورځپاڼه لیکي چي هره میاشت په یونان کي قبول سوي تقریبأ ۱۰۰۰ مهاجرین جرمني ته راځي او د سره د پناه غوښتني ورکوي. هغوی په زوره بیرته نه لیږل کیږي، پدې دلیل چي د جرمني د محکمو په حواله هغوی په یونان کي بې سرپناهي تهدیدوي. د ۲۰۲۰ ما کال د پیل څخه تراوسه پوري فقط ۴ کسان بیرته یونان ته سپارل سوي دي.

Deutschland Asylpolitik | Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ورځپاڼي په حواله یونان ته د بیرته ورلیږلو او سرپناه مصارف د هغو پیسو څخه ورکول کیږي، چي جرمني یې په یونان کي د مهاجرینو د ملاتړ په خاطر ورکوي.

د ۲۰۱۶ م کال راهیسي د مثال په ډول د اروپا د اتحادیې له صندوق څخه تر ۳،۳ ملیارډه اضافه یورو د مهاجرینو د سرپناه او پناه غوښتني د پروسې د مصارفو لپاره ورکول کيږي. 

جرمني د یونان سره د دوه اړخیزه قراردادونو پر بنأ د یونان په جزیرو کي د مهاجرینو د کمپونو د جوړولو سره هم مرسته کوي.