1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آذربایجان او ارمنستان په قره باغ کي اوربند وکړ

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

تر اوسه په دغه جګړه کې هر ډول اوربند مات شوې دی. خو دا ځل هيله ده چې دغه اوربند به پاتې شی، چې دا به د دې توافقنامې طرحه کونکو له پاره يو ستر برياليتوب وي.

https://p.dw.com/p/3l5lh
Aserbaidschan-Armenien | Konflikt in Berg-Karabach
انځور: Iliya Pitalev/Sputnik/dpa/picture alliance

د سويلي قفقاز په سیمه کي دا ښايي تر ټولو پريکړنده مذاکرات د جګړې پای ته رسولو  په موخه په ډېره لوړه کچه ترسره شول. د خبرو په پاي کې د ارمنستان د حکومت مشر او د آذربايجان جمهور رئيس وکړای شول د قره باغ په غرنۍ سيمه کې د جګړې پاې ته رسولو په اړه توافق وکړې. دغه بشپړ اوربند د روسې د ولسمشر ولاديمير پوتین په منځګړيتوب وشو او د مسکو په وخت د شپې له نيماي څخه به پيل شي.

د ارمنستان لومړي وزير نيکول پاشينیان ویلې، چې له یوې مياشتې وينې تويدنې وروسته يې له آذربايجان او روسې سره توافقنامه امضا کړې. هغه وويل: دا «زما او زما د خلکو له پاره ډيره دردونکي» ده. په حقيقت کي روسیه د ارمنستان د ملاتړ کونکې په توګه ګڼل کيږې.

پاشينيان زياته کړې چې هغه د وضعیت  له څارنې او ارزونې وروسته پريکړه کړې چې دغه نښتي پاي ته ورسوي. د توافقنامې له امضا څخه سمدستې وروسته په ارمنستان کي له تسليمۍ څخه خبرې شوي. 

له همدې کبله د دغه هیواد په پلازمينه ایروان کي مظاهرې شوې. اعتراض کونکو پاشینيان خاين بللی او د هغه پر دفتر یې هجوم ور وړی دی.

 د آذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه د نگورنۍ قره باغ په سيمه کې د سپتمبر مياشتې په پاي کې پيل شوې وه. له هغه وخته تر اوسه د رسمې شميرنو له مخې د دواړو خواو له ۱۳۰۰ څخه زيات کسان د ملکي خلکو په ګډون وژل شوي. د پوتین د معلوماتو له مخې په دغه توافقنامه کې په دي هوکړه شوې چې له دواړو خواو سره کومې سيمې چې په واک کې دي هغه به ورسره په کنترول کې پاتې وې.

Archivbild I  Putin und Pashinyan
د روسیې ولسمشر ولاډيمير پوټين او د ارمنستان لومړی وزیرانځور: Sergey Guneev/dpa/picture alliance

د آذربایجان د جمهور رئيس الهام علي ايف د معلوماتو له مخې د روسې او ترکيې پوځيان به يوځاي په غرني قره باغ کي اوربند څاري. د روسې له خوا به ۱۹۶۰ عسکر د پنځه کالو له پاره ځاي پر ځای شي او له دي امکان سره چې لا نور پنځه کالو له پاره به یې موده وغځيږي. د ترکيې د عسکرو د شمیر په اړه لا کره معلومات نه شته.

همدا راز په پام کې ده چې د سولي ماموریت په چوکاټ کي چې کړکیچني سیمې ته کوم ځاي چې قره باغ د ارمنستان له سیمو سره نښلوي، دغه  لومړي خط ته  روسي عسکر واستول شي، چې هلته ګزمې او د سيمې ساتنه وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه د اوبند د رامنځته کولو درې هڅې شوي دي خو درې سره له ناکامۍ سره مخ شوي دي. خو دا لومړی ځل دی چې دولتي او حکومتي مشران داسې يو تړون لاسليکوي.

دغه توافق د بنديانو تبادله هم په نظر کې لري. دواړه اړخونه بايد د وژل شويو عسکرو جسدونه هم يو بل ته وسپاري. کډوال بايد د ملگرو ملتونو تر نظارت لاندې بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شي.

زموږ له آرشيف څخه: