1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آذربایجان او ارمنستان په شخړه کې د ترکيې د ښکیل کیدو ویره

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

د قره باغ سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د یوې پراخې جګړې اور د لمن پراخیدو، په نړیواله کچه انديښنې راپاولي دي. د قربانیانو شمیر زیات شوی دی. ارمنستان په دې شخړه کې د ترکيې د مداخلې او نظامي حضور خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/3j5g9
Aserbaidschan Berg-Karabach Militärkonflikt
انځور: Armenian Defense Ministry/Reuters

د دوو جمهوریتونو آذربایجان او ارمنستان ترمنځ مخامخ کېدنه همداسې دوام لري. د متقابلو بریدونو د قربانیانو شمیر زیات شوی دی. په داسې حال کې چې دې شخړې ته د پای ټکي ایښودلو په خاطر په نړیواله کچه دیپلوماتیکې هڅې ګړندې شوي دي، له آذربایجان څخه د ترکیې ملاتړ د دې شخړې ابعاد لا زیات خطرناکه کړي دي.

د آذربایجان ولسمشر الهام علي یف، د یکشنبې په ماښام د دې هیواد په پراخو برخو کې د جګړې وضعیت قوانينو د عملي کيدو اعلان وکړ او په دغو سیمو کې یې د شپې له خوا د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. تر هغه مخکې لا د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان، د ټول هیواد په کچه د جنګي وضعیت اعلان کړی وو.  

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۸ نیټه) له باکو او ایروان څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي مخامخ کېدنې د شدت رپوټ ورکړی دی. ویل کیږي چې د بریدونو د دوام په نتیجه کې د دواړو هیوادونو ډیر شمیر پوځیان ټپیان او وژل شوي دي.

اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې بشپړې جګړې رامنځته کیدل سیمه تهدیدوي. خبري آژانسونه د قره باغ په سیمه کې د آذربایجان د نظامي ځواکونو د پرمختګ خبر ورکوي. د آلمان خبري آژانس حتی د آذربایجان له خوا د یو شمیر کلیو د نیولو یا تصرف کولو خبر ورکړی دی.

د قربانیانو د شمیر زیاتیدل

د ارمنستان لومړي زیر نیکول پاشینیان، د آذربایجان بریدونه د خپل هیواد د ولس پر وړاندې د دغه هیواد له خوا د جګړې د رسمي اعلان په توګه ارزولی دی.

د آلمان خبري آژانس د قره باغ په سیمه کې د دغو دواړو هیوادونو مخامخ کېدنه په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو شدیده پوځي مخامخ کېدنه بللې ده. د رسمي شمیرو له مخې ویل کیږي چې په دې وروستیو خونړیو نښتو کې تر ۱۶ ډير سرتیري وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سرچینو د قربانیانو شمیر تر دې ډیر زیات ښودلی دی.

په داسې حال کې چې آذربایجان ويلي چې په دغو نښتو کې یې د هیواد پنځه عسکر ټپیان او وژل شوي دي، ارمنستان بيا ادعا کړې چې د آذربایجان پوځ تر اوسه پورې ۲۰۰ تنه قربانیان لري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې له خوا د خپرو شویو رپوټونو په حواله په دغو نښتو کې یو شمیر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په اوسنیو شرایطو کې د قربانیانو د دقیق شمیر ثبتول ناممکن دي.

Azerbaijan Nagorno-Karabakh Escalation
انځور: Ibrahim Hashimov/dpa/picture-alliance

د ترکيې مداخله او پوځي حضور

د ارمنستان حکومت تیر ماښام د ترکي ځواکونو له خوا د آذربایجان د ملاتړ خبر ورکړی دی. د ارمنستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د آذربایجان ځواکونو په خپلو بریدونو کې د ترکیې جوړ وسلو څخه استفاده کړې ده. ویل کیږي چې حتی په دغو بریدونو کې د ترکیې د بی پیلوټه الوتکو څخه هم استفاده شوې ده.

د ارمنستان لومړي وزیر په همدې ارتباط د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره تلیفوني اړيکه نیولی او له هغه یې غوښتي دي چې په دې شخړه کې دې د ترکيې د لا زیاتې مداخلې مخه ونیسي.

ترکیې د قره باغ د شخړې په هکله تر اوسه پورې خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له الهام علي یف، څخه خپل ملاتړ نه پټوي.

د قره باغ د غرنۍ سیمې په شخړه کې د ترکیې نظامي حضور کیدای شي دې جګړې ته نوي ابعاد ور وبخښي او د یوې بشپړې جګړې د رامنځته کیدو سبب شي.

نړیوالې دیپلوماتیکې هڅې

اروپایي اتحادیې، روسیې او آلمان پر دواړو ښکيلو خوا له زغم څخه د کار اخیستنې غږ کړی او له هغوي څخه یې غوښتي دي چې نظامي مخامخ کېدنې ته د پای ټکې کیږي او د خبرو اترو میز ته دې له یو بل سره کښيني.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، هم ټينګار کړی دی چې د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان (منسک د تماس ډله) چې د روسیې، امریکا او فرانسې د استازو له خوا رهبري کیږي، د منځګړتوب له پاره امادګي لري.

سربیره پر دې ایران هم چې د دواړو هیوادونو سره ښه مناسبات لري، د منځګړتوب له پاره تیاری ښودلی دی.

د شوري اتحاد تر پاشل کیدو وروسته د آذربایجان جمهوریت د قره باغ پر غرنۍ سیمې خپل کنترول له لاسه ورکړی دی. وروسته له هغې په ۱۹۹۴م کال کې د دوو نویو تاسیس شویو جمهوریتونو آذربایجان او ارمنستان ترمنځ اروبند رامنځته شو.

دا اوربند چې په تیرو کلونو کې په وار وار بی ثباته شوی دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۶م کال کې د پوځي نښتو په پایله کې تر ۱۲۰ ډیر کسان وژل شوي وو.

دویچه ویله: ش.ن/ ب. ص