1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلینکن او بلاول بهټو پر کومو مسائلو خبرې کړې دي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خپل پاکستاني سیال بلاول بهټو زرداري ته د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي ویلې ده. دواړو مشرانو د خپلو مناسبانو په لا زیات پياوړې کولو ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4AxYg
Pakistan l  Bilawal Bhutto Zardari wurde zum Außenminister ernannt
انځور: Farooq Naeem/AFP

وروسته له دې چې بلاول بهټو زرداري په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو زویر په توګه مسئولیت په غاړه اخیستی دی دا یي له یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي سره لومړنۍ اړیکه وه.

د بلینکن او زرداري له خوا د جلا جلا ټویټونو په حواله دغه تلیفوني خبرې اترې د جمعې په ورځ ترسره شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې د انتونیو بلینکن له خوا د تلیفوني اړیکې له طریقه د مبارکۍ ورکولو له کبله مننه کړې ده. بلاول بهټو په خپل تویتر کې لیکلي دي: « د بهرنیو چارو وزارت د مسئولیت په غاړه اخیستلو په خاطر، د انتوني بلینکن له تودې مبارکۍ څخه مننه کوم.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د خبرو اترو پر مهال یې د مشترکو ګټو او متقابل احترام په چوکاټ کې د اړیکو پراخولو په هکله نظرونه تبادله کړي دي. هغه زیاته کړه: «دواړو په ګډه د امن په فضاء کې د امنیت او پرمختګ له پاره د مخ پر وړاندې قدم ایښودلو په خاطر د لارو چارو پر پيدا کولو خبرې وکړې.»

بلاول بهټو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، اقلیمي بدلونونو، انرژۍ، روغتیا او زده کړې په برخو کې پر روانو همکاریو هم خپل نظرونه تبادله کړل.

د ګډې همکارۍ لړۍ به دوام پیدا کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې بلينکن له خپل پاکستاني سیال سره په تلیفوني اړیکې کې هغه ته د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت سمبالولو له امله مبارکي ویلې ده. دواړو مشرانو د خپلو مناسبانو پر لا زیات مستحکم کولو ټينګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله بلینکن په افغانستان کې د ثبات او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د امریکا او پاکستان د ژمنتیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

په همدې منځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس هم له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې واشنګټن غواړي له پاکستان سره په یو شمیر برخو کې خپله همکاري جاري وساتي. هغه وویل: «مونږ خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته د قدر په سترګه ګورو. مونږ په هغو برخو کې په ګډه خپل کار جاري ساتو په کوم کې چې مو له پاکستاني شریکانو سره ګټې شریکې دي. په هغو کې له ترهګرۍ سره مبارزه او د سرحدي امنیت مسائل هم شامل دي.» 

د کراچۍ پر پوهنتون د تیرې میاشتې برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نیډ پرائس وویل: «مونږ په هغه وخت کې هم د کراچۍ پر پوهنتون شوی برید غندلی و او اوس یي هم غندو.» هغه زیاته کړه: «ترهګریز برید که په هر ځای کې وي، دا انسانیت ته توهین او سپکاوی دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې روان کال پاکستان او امریکا د خپلو اړیکو ۷۵ مه کلیزه لمانځي او امریکا د دې همکارۍ د لا زیات مستحکم کولو هیله لري.

د رسنیو د رپوټونو په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان تر ټولو کم عمره د بهرنیو چارو وزیر ته د می میاشتې په ۱۸ نیټه په نیویارک کې د خوړو نړیوال امنیت (ګلوبل فوډ سیکیورټي) په کنفرانس کې د ګډون کولو بلنه هم ورکړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص