1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د «انصارانترنېشنل» ټولني فعالیتونه منع سول

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

آلمان په دغه هیواد کي د «انصارانترنېشنل» اسلامپالي ټولني او د هغې د اتو څانګو پر فعالیتونو باندي بندیز ولګاوه. ویل کیږي چي دغي ډلي په بحراني سیمو کي له کوچنیانو سره د مرستي تر نامه لاندي ترهګرو ته مالي مرستي رسولې.

https://p.dw.com/p/3t01H
Razzien gegen islamistisches Netzwerk Düsseldorf Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gerten

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د چارشنبې په ورځ  (د می پنځمه) په دغه هیواد کي د «انصارانترنېشنل» په نامه اسلامپاله ټولني پر فعالیتونو باندي بندیز ولګاوه. ویل کیږي چي نوموړي ډلي په یمن، سومالیا او غزې په تراډه کي د کوچنیانو له پاره د مالي مرستو تر نامه لاندې له آلمان څخه د باندې ترهګرو ډلو له پاره پیسې راټولولې. زیاته شوې ده چې د دغو پیسو ډیره برخه په سوریه کي د النصرت جبهې، د حماس فلسطیني ډلي او همدارنګه په سومالیا کي د الشباب اسلامپاله ډلي ته استول سوي دي.

هورست زیهوفر ویلي دي چي «له ترهګرۍ سره مبارزه د هغوی د مالي ریښو په له منځه وړلو پوري تړلې ده.» د دغي ډلي نورو اتو څانګو فعالیتونه هم منع اعلان سوي چی په هغو کي داسي ډله هم شامله ده چي د هیرتا برلین د فوټبال په ټیم کي د آلماني – تونسي لوبغاړي، انیس بن حتیره نوم پرې ایښودل سوی دی.

د آلمان امنیتي ځواکونو د چارشنبې په سهار د نورد راین ویستفالین، برلین او براندنبورګ په شمول د دغه هیواد په لسو ایالتونو کي د انصار د ټولني دفترونه و پلټل او له غړو یې پوښتنې وسوې.

د «انصارانترنېشنل» ټولنه په ۲۰۱۲ م کال کي د بشر دوستانه ټولني تر نامه لاندي د نورد راین ویستفالین په ایالت کي رامنځته سوه. د دغي ټولني مرکزي دفتر د دوسلدورف په ښار کی دی.

دغه ټولنه هر کال په میلیونو یورو مالي مرستي راټولوي. یوازي په ۲۰۱۸ م کال کي د هغوی د مرستو کچه تر ۱۰ میلیونه یورو پوري اټکل سوې ده.

GP/SR/AG