1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: په بهسود کې د ويشتل شوې چورلکې عاملان باید سزا وويني

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال وايي په بهسود ولسوالۍ کې د څلورو پيلوټانو او د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د پنځو منسوبانو وژنه یو ښکاره جنایت دی. صالح ويلي د دغې پيښې عامل او یا عاملان باید د خپلو اعمالو سزا وويني.

https://p.dw.com/p/3qwds
Afghanistans Vizepräsident überlebt Bombenattentat
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د ولسمشرغني لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپل فیسبوک پاڼه د ميدان وردک ولايت په بهسود ولسوالۍ کې تيره اوونۍ د افغان پوځ د يوې چورلکې راغورځول، یو ښکاره جنایت بللی او ويلي يې دي چې د دغه جنایت عامل يا عاملان باید د خپل عمل سزا وويني.

په وینا يې په یاده پيښه کې د افغان پوځ څلور پيلوټان او پنځه تنه افغان ځانګړې ځواکونه وژل شوي دي.

امرالله صالح ليکلي: «پر چورلکې باندې ډز کول او هغه هم په شپه کې، یو له معما ډک جنایت دی.»

صالح زیاته کړې: «په هغه شپه په بهسود ولسوالۍ کې د هيچا پر ضد هيڅ ډول پوځي عملیات نه وو پلان شوی.» 

تر دې وړاندې افغان ولسمشر، اشرف غني او د افغانستان د امنيتي سکتور لوړ پوړو چارواکو هم د بهسود پر پيښه څرګندونې کړې وي.

د افغانستان د دفاع وزارت درې ورځې مخکې ويلي ول چې د دوی ارزونې او ترلاسه شوي مدارک او شواهدو ښودلې چې په بهسودو کې د افغان پوځ چورلکه په یادې ولسوالۍ کې د ځايي قوماندان، عليپور افرادو ويشتلې ده. د دغه وزارت يوه وياند پر خپل ټويټر ليکلي وو چې دوی به د خپلو سرتيرو غچ اخلي.

تر هغه وړاندې یاد قوماندان هم ويلي ول چې چورلکه د ده افرادو ويشتلې ده.

هغه مهال د افغانستان د امنيت شورا مشر، حمدالله محب له نورو افغان امنيتي چارواکو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې »طالب او علیپور کوم توپير سره نه لري.«

هغه دغه راز زیاته کړه چې د بهسود پيښه يې ټوله څېړلې ده او دغه جنایت ته قومي جنبه ورکول یو غلط او بې اساسه بحث دی.

د رسنیو له لورې يوه ويډيو هم خپره شوې چې ادعا کيږي د بهسودو پېښه ده. په دغې ويډیو کې د پوځ يوه چورلکه لیدل کيږي چې په توغندي ويشتل کيږي او راغورځول کيږي. خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې دغه ويډيو د بهسودو د پيښي ده او که کومه بله پېښه ده. دغې پېښې ته په ټولنیزو رسنيو کې خورا ډير غبرګونونه ښکاره شوي دي.

قوماندان علیپور، له شاوخوا پنځو کلونو راهيسي په میدان وردګ او غور ولایتونو کې وسله وال فعالیتونه لري، چې څو ځله یې د افغان ځواکونو پر وړاندې عملیات هم کړي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې، دغه قوماندان له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورن کړی وو او هغه يې ونیو. خو عليپور د يو لړ ضمانتونو او د خلکو د اعتراضونو په نتيجه کې بيرته آزاد کړل شو.