1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بښنې نړیوال سازمان په هند کې خپل فعالعيت درولی

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

د هند د حکومت له لوري د بښني نړيوال سازمان بانکي حساب له ځنډولو وروسته اوس دغه سازمان په هند کې خپل ټول فعالعیتونه درولي دي. د بښني نړیوال سازمان له حکومت څخه په جمو او کشمير او ډهلي کې د ناآرامیو په اړه ځواب غوښتې وو.

https://p.dw.com/p/3j9tl
Indien Amnesty International
انځور: Aijaz Rahi/AP Photo/picture-alliance

د بښني نړیوال سازمان «ايمنستي انترنيشنل» د سرچینو د معلوماتو په حواله, دغه سازمان مجبور شوې چې په هند کې خپل ټول فعالعيتونه ودروي. د بښني نړیوال سازمان نن سه شنبه د (سپتمبر ۲۹) رپوټ ورکړې، چې د (سپتمبر په ۱۰) د هند حکومت له خوا د هندوستان څانګې بانکي حساب تړلو سره، اوس د بښني نړيوال سازمان خپل ټول کارکونکي له کاره ګوښه کړي، په هند کي یې خپل ټول کارځايونه تړلي او څيړني درولي دي.

دغه سازمان ويلي: «د بښني نړیوال سازمان د هندوستان څانګي  پر ضد په دوو وروستیو کلونو کي د هند حکومت له خوا د بانکي حسابونو تړل او پرله پسی اقدامات يوه اتفاقی خبره نه ده. د هند د چارواکو له خوا د دغه سازمان له کارکونکو سره د دوامدار زورزياتي په اړه مو پوښتنی او په جمو او کشمیر کي له ځايي خلکو سره د دغه هیواد د پوليسو چلن، چې له بشري حقونو څخه د څرګندي سرغړوني په هکله مو ترینه غوښتنی کړي چې همدا څه زموږ سره د دې چلن وجه کیدای شي.»

په هند کي د بښني نړیوال سازمان دفتر

د بشري حقونو د بښنی نړیوال سازمان د هندوستان د څانګي مسؤل اويناش کمار ویلي: «د بي عدالتیو پر وړاندي زموږ دغه غوښتني او د غږ پورته کولو له پاره د هند حکومت له خوا د  بانکي حسابونو تړل او نور اقدامات کيدای شی د اعتراضي غږونو د چوپولو او سرکوبولو په معنا وي.»

هغه ټينګار کړې چې د بښني نړیوال سازمان په هندوستان کي د دغه هیواد ټول قوانین او نړیوال قوانین مراعات کړي دي. دغه سازمان په هند کي د بشري حقونو او په دی تړاو د سیستم په برابرولو کي فعالعيت کوي.

په وروستيو اته کالو کې له څلور میلیونه څخه زيات هندوستاني وګړو د بشري حقونو د نړيوال سارمان له فعالعيتونو څخه ملاتړ کړې او تر ۱۰۰ زره هندوستانیانو له دغه سازمان سره مالي مرسته کړې. د بښني نړیوال سازمان ويلي چې د دغه سازمان مالي ملاتړ د هندوستان د ۲۰۱۰ م کال  د بهرنيو مرستو او مقرراتو سره هیڅ ډول اړيکه نه لري. دا چې د هندوستان حکومت دغه ډول د مالي مرستو قانوني کړنه د پيسو مينځل ګڼلې دي د دې ښکارندوي دی، چې حکومت په ډول کړنې سره کوښښ کوي په هندوستان کې د بشري حقونو فعالعیتونه سرکوب کړي او په دي برخه کي فعالعین له بیلا بيلو ستونزو سره مخ کړي.

زموږ له آرشيف څخه: