د امریکایانو او ژباړونکو الوتکې د پرواز اجازې ته منتظري دي
۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبهامریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شپږ الوتکې چې ټاکل شوې ده شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایان او د هغوی افغان ژباړونکي له افغانستانه وباسي، پنځه ورځې کیږي چې هلته بند پاتې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو لوړپوړې استازي مایک مک کال، «فاکس نیوز سنډی» ته ویلي دي چې دغو شپږو الوتکو د طالبانو له خوا د پرواز کولو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
هغه ویلي دي چې طالبانو په الوتکه کې سپاره خلک «یرغمل» نیولي دي. نوموړی په دې باور دی چې طالبان «د امریکا له خوا په بشپړ ډول د په رسیمیت پيژندل کیدو» په هڅه کې دي.
په همدې منځ کې د مک کال د څرګندونو برخلاف رپوټونه هم خپاره شوي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قطر کې د تخلیه کوونکو سازمانونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغو الوتکو د اړتیا وړ جواز ترلاسه کړی دی، خو د طالبانو له خوا وروستي یا نهایي تائید ته منتظر دي.
نوموړي ورځپاڼې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د یوه متقاعد افسر اریک مونتالوو، په حواله چې د پروازونو په عملي کولو کې نقش لري، لیکلي دي چې «طالبانو الوتکې د یرغمل په توګه نه دي درولي».
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز