1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «علي بابا» بنسټ ایښودونکی له څو میاشتو راهیسې لادرکه دی

۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبه

څو میاشتې کیږي چې د علي بابا چينایي تصدۍ د بنسټ ایښودونکي جک ما هیڅ درک نه دی معلوم. دغه چینایي میلیاردر د خپل هیواد پر مالي سیستم تر نیوکې وروسته لادرکه شوی دی.

https://p.dw.com/p/3nYjz
Äthiopien Unterzeichnung eWTP Hub
انځور: DW/Y. Gebrezihaber

جک ما، چې د چین یو له تر ټولو شتمنو پانګوالو څخه دی له اکتوبر میاشتې راهیسې لادرکه شوی او هیڅ ډول اثر یې نه معلومیږي.

د «وال سټریټ ژورنال» په خبره د علي بابا تصدۍ بنسټ ایښودونکي به هره ورځ په منظم ډول تویتري پيغامونه استول، خو له اکتوبر میاشتې راهیسې یي هیڅ پيغام نه دی پوست شوی.

هغه په خپل تلویزيوني پروګرام یا شو«د افریقا د تجارت اتلان» کې نور نه دی راڅرګند شوی. د دغه پروګرام ادارې په رسمي ډول ویلي دي چې نوموړی د نورو مصروفیتونو له امله نه شي کولی په پروګرام کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې هغه به په ډیرې لیوالتیا سره په دې شو کې ګډون کاوه او ویلي یي ول چې بل هیڅ شي ته پر دې شو لومړيتوب نه ورکوي.

د بلومبرګ اقتصادي کانال په خبره جک ما، له شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره سرمایې سره د نړۍ له تر ټولو شتمنو کسانو په لیست کې په ۲۵ مقام کې ځای لري.

څو میاشتې مخکې دغه پيژندل شوي میلیاردر په شنګهای کې د یوه اقتصادي پروګرام پر مهال د چین پر رژیم او اقتصادي سیستم شدیدې نیوکې وکړې. هغه وویل چې د چین مالي سیستم له خپل سختګیرانه قوانینو اورمقرراتو سره، د هیواد د اقتصادي او تخنیکي پرمختګ مخه ډپه کړې ده.

Hongkong | Alibaba Handelsstart an der Börse in Hongkong
انځور: Getty Images/AFP/Y. Aung Thu

تر هغه وروسته د دغه شرکت فعالیتونه د چین پر اقتصادي فعالیتونو د څار بنسټ له خوا تر نظارت لاندې ونیول شول. پر علي بابا سربیره د انت په نامه د دغې تصدۍ د اقتصادي او تخنیکي څانګې فعالیتونه هم محدود شول.

علي بابا د چین تر ټولو لوی آنلاین پلورنځی دی او په نړيواله کچه یو له فعال ترینو شرکتونو څخه پيژندل کیږي.

مخکې تر هغې د چین رهبر له دغه پانګه وال سره دوستانه اړيکې درلودلې. د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې جک ما یو له هغو کسانو څخه وګڼل شو چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې د چین د اقتصاد د پرمختګ په برخه کې فوق العاده خدمات ترسره کړي دي. په رسنیو کې اعلان وشو چې هغه د چین د کمونیست ګوند غړی دی.

خو د چنایي چارواکو له پاره د یوه کس یا یو شرکت موقف په هیڅ صورت د هغه د حیثیت او اعتبار له پاره معیار نه ګڼل کیږي؛ هغه شخص یا شرکت باید په پټو سترګو د چارواکو اطاعت وکړي.

د تیر کال په مارچ میاشت کې د یوه ساختماني شرکت مشر زن ژیکیانګ، په یوه خپرونه کې د کرونا کړکیچ پرمهال د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او ولسمشر یي «مسخره» وباله. نوموړی محکمې ته وغوښتل شو او په ۱۸ کاله بند محکوم کړای شو. د محکمې په خبره نوموړي د مالي فساد اړوند څو جرمونو اعتراف کړی دی.