1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د ۷ ميليونه روپيو اله دين څراغ، خو پيری په کې وو که نه؟

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

په هندوستان کې پر دوو کسانو تور دی چې پر يو ډاکټر باندې يې په ۷ ميليونه روپيو د «اله دين يو جعلي څراغ» خرڅ کړی دی. د څراغ اخيستونکی وروسته له هغې چې وليد له څراغ څخه هيڅ پيری راونوت، پولیسو ته ورغی.

https://p.dw.com/p/3kjI1
Flaschengeist, Dschinn
انځور: imago

له نوي ډيلي څخه د يکشنبې ورځې (د نومبر لومړۍ) د رپوټونو مطابق، دغو دوو تورنو کسانو د هندوستان په شمالي ايالت، اترپردیش کې يو اله دین څراغ پر يو داسې ډاکټر چې ظاهرا ډير ساده سړی ښکاري، په ۹۳ زره امريکايي ډالرو خرڅ کړی دی.

دغو کسانو ډاکټر ته ډاډ ورکړی وو چې څراغ يې اصلي دی او ورته يې ويلي وو چې د دغه جادويي څراغ په مښلو سره له هغه نه داسې يو پيری راوځي چې د څراغ د خاوند هر ډول غوښتنه پوره کولی شي.

خو د دغه جادويي څراغ نوی مالک هغه وخت ډير خپه شو چې د څراغ د هر څومره مښلو سربیره له هغه څخه هيڅ پيری را ونه وت.

دغه ډاکټر چې نوم يې لایق خان ښودل شوی، تر ناهيلې کيدو وروسته پولیسو ته خبر ورکړي او پولیس په دې بريالي شوي چې فريبکاران ونیسي.

د اترا پرديش د پولیسو يوه لوړ پوړي چارواکي، اميت راي، په دې اړه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دغو دوو تورنو کسانو غوښتل چې دغه جادويي څراغ پر ډاکټر باندې په ډيره زياته لوړه بیه وپلوري، خو بالاخره يې په نژدې ۷ ميلیونو روپيو پرې خرڅ کړ.»

له دې داسې ښکاري چې هغوی غوښتل دغه څراغ تر دې هم په لوړه بیه خرڅ کړي.

اميت راي زياته کړه چې دواړه تورن کسان نيول شوي دي او اوس د پولیسو په توقیف کې دي. زياته شوې چې دغو کسانو دغه څراغ د يوه تورن کس د ښځې په مرسته خرڅ کړی وو. دغه ښځه تښتيدلې او پولیس يې د نيولو په هڅه کې دي.

د اترا پردیش پوليس وايي چې دغو دوو تورنو کسانو تر دې مخکې هم په دغه ایالت کې خلک دوکه کړي او له هغوی څخه يې ډيرې پيسې ترلاسه کړي دي.

دویچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص