1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آيا د القاعده مشر ايمن الظواهري مړ شوی دی؟

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

داسې نښې نښانې ډېرې دي‌ چې د القاعده مشر، ايمن الظواهري، ښايي د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شوی يا ډېر سخت ناروغ وي. ‌تر دې مخکې د دغه سازمان نور لوړپوړي غړي هم مړه يا وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3leU7
Eiman al-Sawahiri und Osama bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

تقريپا يوه اوونۍ مخکې د «نيو يارک ټايمز» امریکايي ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې د نړيوالې ترهګرۍ د القاعده سازمان مرستيال المصري د اګست په مياشت کې لا د دوو اسرائيلي اجنټانو له خوا د متحده آيالاتو په امر په تهران کې په ډزو وژل شوی وو.

په دغه ماموريت کې د المصري لور مريم هم ووژل شوه چې د اسامه بن لادن د زوی، حمزه بن لادن، کونډه وه. په دې سربېره کارپوهان داسې د باور وړ نښې هم لري چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري به هم مړ شوی وي.‌ الظواهري تر اسامه بن لادن وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د دغې شبکې مشري پر غاړه واخیسته.

Iran Abdullah Ahmed Abdullah Al-Qaidas Nummer zwei getötet
انځور: FBI/AFP

د «سېنټر فور ګلوبل پاليسي» په نوم د امريکايي فکري مرکز مشر، حسن حسن، په دې وروستيو کې دا خبره په ډاګه کړه چې الظواهري تقريبا يوه مياشت مخکې د يوې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.‌ خو القاعده د الظواهري مړينه لا تر اوسه پورې تائيد کړې نه ده.

د اسلام پالو ويبپاڼو په برخه کې د تخصص لرونکي امريکايي انستيتوت «سايټ» مشرې بيا ويلې دي چې د القاعده يوه ځانګړنه دا ده چې د خپل مشر مرګ په سملاسي توګه نه تائيدوي. د زړه د ناروغۍ له کبله د الظواهري مړينې تائيد له دې کبله څه آسانه نه دی. بل لامل يې دا دی چې مصري الاصله د اسامه بن لادن ځای ناستی الظواهري، چې ډېره موده يې ښايي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې تېره کړې وي، يو څو وارې تر مخه هم مړ اعلان شوی دی. 

بارک مندلسون چې د متحده آيالاتو د هاورفورد کالج پروفيسر دی، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «استخباراتي ادارې په دې اند دي چې هغه ډېر زيات ناروغ دی.» د هغه په خبره که تر اوسه پورې مړ شوی نه وي، «نو دا به ډېر ژر پېښ شي.»

د الظواهري ځای ناستی به څوک وي؟

الظواهري يو تجربه لرونکی جهادي او د القاعده ډلې يو متفکر بلل شوی دی، خو د بن لادن په څېر هغه وړتيا پکې نه وه چې په ټوله نړۍ کې افراطي پلويان په ځان پسې راټول او منسجم کړي.‌ سربېره پر دې نورو جهادي ډلو له القاعده سره سيالي هم شروع کړې ده. په سوريه او عراق کې القاعده د اسلامي‌ دولت نومې ډلې له کبله کمزورې شوې ده.

سره له دې چې په ټوله دنيا کې د القاعده په نوم نورې څانګې هم شتون لري ‌لکه د افريقا په ساحل سيمه، پاکستان، سوماليا او مصر کې کې هم د القاعدې شبکې څانګې فعالیت لري. خو د القاعده مشرتابه نور په دغسې ډلو باندې د مندلسون په خبره هيڅ کنترول نه لري.‌

Flash Galerie Ayman al-Zawahiri
انځور: picture-alliance/ dpa

کارپوهان اوس سيف العدل د القاعده شبکې د نوي مشر په توګه تر ټولو مخکښ کانديد بولي. د مصر د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی ډګرمن په ۱۹۸۰يمو کلونو کې له يوې مصري جهادي ډلې سره يو ځای او تر نيول او خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ولاړ او له القاعدې سره يو ځای شو.

داسې ويل کيږي چې نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې په ايران کې وو. د متحده آيالاتو د «کاونټر اکسترميزم پروجکټ» يعنې د افراطيت ضد پروژې نومي فکري مرکز په حواله، سيف العدل د القاعده شبکې له خوا د هغه ظرفيت په لوړولو کې «پرېکنده رول» لوبولی چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمې د پېښې هوايي‌ يرغمل نيونکي يې له مخې‌ وروزل شول.‌ خو سره له دې هم کارپوهان ډاډه نه دي چې آيا دی به د ياد تروريستي سازمان مشري پر غاړه واخلي او که نه، داسې یوه موضوع چې وخت به یې روښانه کړي.

AFP/NS/KH