1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په بوتسوانا کي د نړۍ دریم غټ الماس موندل سوی

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د جنوبي افریقا د بوتسوانا ايالت په یوه کان کي د چرگي د هگۍ په اندازه یو الماس کشف سوی دی. د رسمي سرچینو په حواله دا دریم غټ الماس دی چي تر اوسه پوري موندل سوي.

https://p.dw.com/p/3v6B4
Botsuana | Drittgrößter Diamant der Welt
انځور: Debswana Diamond Company/REUTERS

د ديبسوانا ایالت د کانونو ادارې مشري ويلي دي چي د دغه قیمتي ډبري کیفیت خالص دی. لینیت ارمسترانگ د نوموړي الماس د معرفي کولو پر وخت وویل چي هغه یو بې ساری او غیر معمولي الماس دی. د هغې په خبره دغه الماس د رواني میاشتي په پیل کي د بوتسوانا د یوانینگ په معدن کي پیدا سوی چي په مجموعي ډول ۱۰۹۸ قيراطه دی.

دغه کان په هغه ستر شرکت پوري اړه لري چي ۵۰ سلنه پکښې د الماسو د تولید شرکت »دبېرس« او ۵۰ سلنه پکښي د بوتسوانا دولت ونډه لري. په مجموعي ډول په نوموړي شرکت پوري د الماسو څلور معدنونه مربوط دي چي د یواننگ کان د ۴۰۰ متره په ژوروالي سره یې تر ټولو غټ کان دی. دغه کان له ۱۹۷۲م کال راهیسي فعال دی او هغو الماسو ته په پاملرني سره چي په دغه کان کي پیدا سوي، د نړۍ تر ټولو شتمن د الماسو کان شمیرل کیږي.

Diamanten-Mine in Botswana
په بوتسوانا کي د الماسو کانانځور: AFP/Getty Images

بوتسوانا په افریقا کي د الماسو د کانونو لرلو په برخه کي یو مخکښ هیواد شمیرل کیږي.

د نړۍ دریم غټ الماس

د نوموړي کان د کارکوونکي، دیبوانا په خبره، دغه الماس چي تازه کشف سوی دی، د نړۍ لوی دریم الماس دی. تر ټولو غټ الماس چي تر اوسه کشف سوی ۳۱۰۶ قیراطه وزن یې درلود چي په ۱۹۰۵م کال کي په جنوبي افریقا کي کشف سوی وو. د «کولینان» په نامه دغه الماس چي نوم یې د کان د خاوند«توماس کولینان» څخه اخیستل سوی، پر ۱۰۵ برخو ویشل سوی دی.

د «لیسیدی لارونا» په نامه د نړۍ تر ټولو غټ دوهم الماس په ۱۹۱۵م کال کي په بوتسوانا کي کشف سو. د دغه الماس وزن ۱۱۰۹ قیراطه او لویوالی یې د تینس د یوه توپ په اندازه دی.

GP/NZ/DW.Online