محب: ۱۴ ولسوالۍ بیرته نيول شوي او نورې به هم ونيول شي
۱۴۰۰ تیر ۱۵, سهشنبهد افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وويل چې هغه سیمې چې په وروستيو کې د طالبانو لاس ته لوېدلي او یا امنيتي ځواکونه ورڅخه وتلی دي، د هغو د بیرته نیولو له پاره پوځي پلان نیول شوی چې عملا د افغانستان د لوی درستيز په مشرۍ ادامه لري: هغه وويل: «په تیرو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بیرته نیول شوي دي.»
طالبانو په وروستيو اوونیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی او ادعا کوي چې د زیاتو ولسواليو مرکزونه يې په خپل کنترول کې راوستلي دي.
محب د ولسواليو د سقوط یو عمده لامل د افغان هوايي ځواک ستونزه وښوده چې په وینا يې په ځینو مواردو کې يې نشوای کولی پر وخت اقدامات او رسیدګي وکړي، خو هغه ډاډ ورکړ چې په تیرو دوو اونیو کې پر هوايي ځواک ډير کار شوی دی. هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې هوايي ځواک په نورو چارو کې هم بوخت وو «خو اوس د دغو ځواکونو ټول تمرکز پر امنیت باندې دی.»
د پلان له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ چې د می مياشتې پر لومړۍ پیل شوې، د سپتمبر تر ۱۱ به بشپړه شي. امریکا متحده ایالاتو او ناټو ژمنه کړې چې دوی به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.
حمدالله محب هم په نننۍ خبرې ناسته کې په ځانګړې توګه له افغان هوايي ځواک سره د امریکايي چورلکو د مرستې یادونه وکړه. هغه وویل: «راتلونکې اوونۍ به اوه بلیک هاک چورلکې راورسیږي او دغه لړۍ به په تدريج سره ادامه ولري.» محب وويل چې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې ادامه لري او د چورلکو انتقال به يو څه وخت ونیسي.
طالبانو په وروستيو اوونيو کې په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو لکه کندز، سرپل، بدخشان او فاریاب کې د يو شمير ولسواليو د نيولو خبره کړې، خو محب وويل چې دوی به اوسنی وضعیت کابو کړي.
هغه زیاته کړه چې د يوې ولسوالۍ ساختمان نيول، د ټولې ولسوالۍ د سقوط او طالبانو ته د خلکو د تسلیمیدو په معنی نه ده: هغه وايي: «طالبان لویه اشتباه کوي چې فکر کوي خلک هغوی ته تسلیمیږي.» د محب په خبره خلک طالبانو نه غواړي.
هغه دغه راز وویل هغه ولسي خلک چې د طالبانو پر ضد د امنيتي ځواکونو ملاتړ ته راپورته شوي، هغوی د افغانستان په امنيتي سیستم کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وویل چې افغان حکومت د افغانستان د سیاسي حل لارې له پاره تل پر خبرو اترو ټینګار کړی خو ويې ويل يعني طالبان سوله نه کوي: «طالبانو زموږ، افغانانو او نړیوالو د تمې خلاف د جګړې لار غوره کړې.»