«د افغانستان له خوا په بريد کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی» | سيمه | DW | 04.11.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

سيمه

«د افغانستان له خوا په بريد کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی»

د پاکستان پوځ ويلي چې د افغانستان له خوا يې پر يوه پوسته په برید کې يو عسکر وژل شوی دی. پېښه په بلوچستان ايالت کې د پاکستان او افغانستان پر سرحد رامنځته شوې ده.

Afghanistan Pakistan Grenze Gefechte 02.05.2013

آرشیف انځور

د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې «آي اس پي آر» په يوه اعلاميه کې ويلي: «ترهګرو د پاکستان او افغانستان پر پوله د ژوب په منځکۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.»

زياته شوې چې په برید کې د نيمه پوځي ځواک نور دوه سرتیري ټپيان شوي هم دي.

په اعلاميه کې زياته شوې: «پاکستان تل د افغان چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي چې خپل لوري ته دې د سرحد په اغیزمنه توګه د اداره کولو له پاره ګامونه پورته کړي څو د سرحد له بلې غاړې څخه د دغه ډول ترهګریزو پېښو مخه ونيوله شي.»

پر سرحد دا پېښه تر هغه يوه ورځ وروسته رامنځته شوې چې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ليدلي او په «سرحد پورې پر تړلو چارو» او د افغان سولې پر بهيرغږيدلي دي.

د افغانستان او پاکستان حکومتونه پر يو بل تور لګوي چې د يو بل پر سرحدونو د بريدونو له پاره له اسلامپالو وسله والو څخه کار اخلي.

پاکستان په ۲۰۱۷ م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ۲۶۰۰ کيلومتره اوږده پوله د کټارو په لګولو پيل کړی وو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو ډلو تګ راتګ محدود کړي.