په مختلفو ولایتونو کې له لسو ډير افغان پولیس وژل شوي دي
۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبهد هرات ولايتي شورا غړو توريالي طاهري او سردار بهادري د آلمان خبري اژانس ته د ۱۲ امنيتي ځواکونو د وژلو په هکله معلومات ورکړي چې په خبره يې طالبانو د هغوی وسلې له ځان سره اخيستې او له سيمې څخه تښتېدلي دي. د هغوی په خبره په غوريان ولسوالۍ کې ډېری سيمې د طالبانو له خوا کنتروليږي.
ورته مهال د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې دوه تنه پوليس په خپل موټر کې د سړک غاړې ماین د چاودنې په پيښه کې وژل شوي دي. دغه خبره چارواکو کړې ده.
د پولیسو پر دغه موټر چاودنه د کابل په زړه، د پوهنتون پر سړک شوې ده. دغه خبره د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، کړې ده. په دغه پېښه کې د فرامرز په خبره دوه تنه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
هاخوا د بغلان ولایت د پولیسو وياند رسنیو ته د درو پولیسو د مرګ ژوبلې څخه خبر ورکړی دی. جاويد بشارت وويل چې د پلخمري ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماين ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو يو موټر پرې ختلی او چاودلی. هغه وويل په پيښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه ټپيان دي.