د افغانستان د اوبو بحران زیات شوی
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان د اوبو بحران په ۲۰۲۵ کال کې لا پسې خراب شوی او وچکالي د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره شوې ده.
د افغانستان ۴۸،۶ میلیونه وګړي پر کرنه متکي دي او د اوبو کمښت په داسې هېواد کې چې له مخکې د بېوزلۍ، خوراکي ناامنۍ او جګړو سره مخ دی، سختې پایلې لرلی شي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویلي: «اوبو ته لاسرسی په چټکۍ سره خراب شوی دی.»
راپور زیاتوي چې وچکالي د افغانستان په نږدې ټولو سیمو کې «تر ټولو لوی چاپېریالي فشار» ګرځېدلې ده. د ملګرو ملتونو د ياد پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د وچکالۍ کچه ۶۴ سلنې ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې یو کال مخکې دا ۳۴ سلنه وه.
۹۲ سلنه کورنیو باندې د وچکالۍ اغېزې
راپور وايي تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې د افغانستان له لوېدیځ څخه تر بدخشان ولایت پورې دي، چې هلته «۹۲ سلنه کورنیو د وچکالۍ اغېزې راپور کړې دي.»
د اقلیم بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو کارپوه نجیبالله یوسفي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «په هغه هېواد کې چې پر کرنه متکي وي، دا وضعیت د خوراکي ناامنۍ سبب کېږي.» هغه زیاته کړه چې د اوبو ستونزې د روغتیا برخې ته هم زیان رسوي.
دغه راپور ښيي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، د هغو اوبو سرچینو راپورونه چې وچې شوې یا خرابې شوې وې، درې برابره زیات شوي دي. همدارنګه، په ټول هېواد کې د څښاک د اوبو بشپړ لاسرسی له ۵۹ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته راکم شوی دی. څېړنې ښيي چې د اقلیم بدلون او چټک ښاري پراختیا له امله، پلازمېنه کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.
د ځمکې لاندې اوبه
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل: «د ځمکې لاندې اوبه، چې د ډېری خلکو د څښاک اصلي سرچینه ده، د هېواد په لویو ښارونو کې په چټکۍ سره کمېږي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې تر پنځه میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری دغه کسان هڅه کوي په کابل کې نوی ژوند پیل کړي، ځکه فکر کوي چې دغه ښار، چې اوس یې نفوس له شپږو میلیونو ډېر شوی، د کار غوره فرصتونه لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نږدې نیم نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
نجیبالله یوسفي وویل: «کابل له ډېرو ستونزو سره مخ دی. نفوس ډېر شوی، د اوبو اړتیا زیاته شوې او دومره باران نه کېږي چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې بېرته ډکې کړي.»
د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د اپرېل په میاشت کې ویلي وو چې د سږ کال بارانونه د تېر کال په پرتله ښه وو او هیله یې څرګنده کړې وه چې دا به د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او حاصلات ښه کړي.