افغانه هنرمنده د آلمان د تر ټولو زړې صومعې کړکۍ ډیزاینوي
افغانه هنرمنده محبوبه مقصودي د جرمني په زارلند کي د ترټولو زړې کلیسا کړکۍ له سره ډیزاینوي.
محبوبه مقصودي خپل د ښیښو هنر مخي ته
میرمن مقصودي په ۲۰۱۸م کال کي د تولای د کلیسا د کړکیو د ډیزاین له پاره ترسره سوې نړیواله سیالي وگټله. اوس د جرمني د تر ټولو زړې صومعې ۳۴ کړکۍ د نوموړي مسلماني ښځي په لاس ډیزاینیږي.
د میرمن مقصودي پلار
محبوبه مقصودي له خپلو نورو شپږو خویندو سره د افغانستان په هرات کي رالویه سوې ده. د هغې پلار تل خپل د اوو لوڼو د تعلیم هیله درلوده او له همدې کبله یې په خپل کلي کي د نجونو یو مکتب جوړ کړ. محبوبې له کوچنیوالي څخه د کلیساوو له رنگه کړکیو سره لیوالتیا درلوده. پلار یې د ښیښو د هنر د زده کړو په برخه کی د هغې ملاتړ کاوه.
مقصودي د تولای په صومعې کي
په صومعې کي د هنري کار تر پیل مخکي هغې د مهاجرت ژوند تیر کړی. له افغانستانه وتښتیده. د سنت پیترزبورگ له لاري د مهاجرې په توگه آلمان ته راغله. ډیر ژر یې ځان د ښیښو د هنرمندي په توگه ثابت کړ. په دې ترڅ کي د هغې هنري آثار په په سترو نندارتونو کي وړاندې کیږي او په اتریش او امریکا متحده ایالاتو کي د ډیرو عبادتځایونو کړکۍ د هغې په لاس ډیزاین سوي دي.
د تولای په کلي کي د تولای صومعه
د جرمني تر ټولو زړه صومعه په ۲۰۰۸ م کال کي د نړیدو له گواښ سره مخامخ وه. د نوموړي صومعې راهبانو په بریالیتوب سره وکولای سول د هغې ودانۍ او باغونه ورغوي. د وروستي امکان په ډول د میلیونو ډالرو مالي مرستو په راټولولو سره د نوموړي صومعې د کړکیو د جوړولو له پاره زمینه برابره سوه.
میرمن مقصودي په هنري سټوډیو کي
د ۳۴ کړکیو تزین له پاره باید نوموړې هنرمندي خپلي طرحي عملي کړي وی. هره کړکۍ له کوچنیو ټوټو جوړه ده. د کړکۍ د چوکاټ تر جوړولو پوري لا ډیر کارونه په مخکي دي. د ښیښو د ټوټو قطع کول، اندازه کول، څو ځلي رنگول او بالاخره له کیمیاوي مواد کارول اخیستل. د ټولو کړکیو د بشپړولو له پاره هغې دوه کاله وخت ته اړتیا درلوده.
آدم او هوا
میرمن مقصودي د دغو کړکیو د تزئین له پاره د انجیل او کلیسا د تاریخ له سوژې څخه استفاده کړې ده. خو د صومعې د راهبانو په مشوره هغه تفسیروي هم.
دوزخ ته لویدل
د کلیسایي هنر تر ټولو مهم انځور دوزخ ته د لویدو صحنه ده چی د فرښتو زوال هم ورته وایي. همدارنگه په قرآن شریف کی هم دغه ډول فرښتو ته اشاره سوې ده.
مقصودي د وروستۍ کړکۍ جوړول څاري
د دغه هنري کار وروستی پړاو ډیر حساس دی چي په چوکاټونو کي د ښیښو ځای پرځای کول دي. نه یوازي دا چي د ښیښې هره ټوټه باید پر خپل ځای وي بلکي هغه باید دومره په احتیاط سره ځای پر ځای سي چي دغو قیمتي ښیښو ته کوم زیان ونه رسیږي.
محبوبه مقصودي په خپلي سټودیو کي
په داسي حال کي چي اوس د تولای صومعه له نړۍ څخه د سیلانیانو راتگ ته تیاری نیسي او راهبان یو څه د ناآرامۍ احساس کوي، محبوبه مقصودي یو وار بیا خپلي سټوډیو ته ستنیږي. دلته د تولای د صومعې له پاره خپل کارته دوام ورکوي او اوس لا خپل د هنري کارونو له پاره ستر نندارتون پلانوي.